کابل (پژواک، ۲۲ وږی ۱۴۰۲): د ټولګټو وزارت وایي، د هېواد په کچه د دوه میلیارد او ۱۷۱ میلیون افغانیو په لګښت د ۹۰ بېلابېلو ټولګټو پروژو کارونه روان دي چې ۶۸ له پرمختیايي او ۲۱ نورې له عادي بودجې تطبیقېږي.
د ټولګټو وزارت ویاند محمداشرف حقشناس د یادو څرګندونو ترڅنګ پژواک خبري اژانس ته وویل چې په دغو پروژو کې د سړکونو، پُلونو، معبرونو او استنادي دېوالونو ترمیم او بیارغول شامل دي.
د هغه په وینا، د دغو پروژو چارې یې له روان کاله پیل کړې او دا مهال یې عملاً کار جریان لري.
هغه وویل: «د ټولګټو وزارت په ۱۴۰۲ لمریز کال کې د دغه وزارت له انکشافي بودجې ۶۸ پروژې د څه باندې ۱٫۸۵۵ میلیارد افغانیو په ارزښت او له عادې بودجې ۲۱ پروژې د څه باندې ۳۱۶ میلیونه افغانیو په ارزښت تطبیقېږي چې په نتیجه کې یې شاوخوا ۱۱۷۱ کیلومتره سړکونه، ۲۶۴۰ متره پلونه، ۷۶۱ پایې پلچکونه، ۴۴۲۴ متره معبرونه، ۱۴۹۶ متره ګابیوني دېوالونه او ۴۵۴۸ متره سنګ کاري او کانکریټي استنادي دېوالونه ترمیم او بیارغول کېږي.»
هغه دغه راز وویل، ټولګتو وزارت یادې پروژې له خصوصي سکټور سره قرارداد کړې او پلان لري چې د روان کال تر پایه یې بشپړې کړي او هغه پروژې چې کار یې اوږدمهال دی، په راتلونکي کال کې به یې کار بشپړ شي.
د یادونې ده، د دغه وزارت له خوا په تېر کال کې د ۱۲۵ پروژو کار د څه باندې ۴۲۱ میلیون افغانیو په لګښت تکمیل شوی چې پر مهال یې شاوخوا ۱۰ زره کسانو ته په مستقیم او غیرمستقیم د کار زمینه هم برابره شوې وه.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP