پلخمري (پژواک، ۲۳ وږی ۱۴۰۲): د بغلان په مرکز پلخمري کې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د واليبال غوره ليګ سيالۍ د پلخمري لوبډلې په اتلولۍ پاى ته ورسېدې.
د بغلان د بدني روزنې امر قاري امیرمحمد امیري پژواک ته وویل چې دوولس ورځې وړاندې د دغه ولايت د ١٢ لوبدلو ترمنځ د واليبال غوره ليګ سيالۍ پيل شوې وې.
هغه وويل چې د دغو سياليو پاىلوبه نن د پلخمري او ده صلاح ولسواليو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه چې پلخمري لوبډلې وکولى شول ده صلاح لوبدلې ته درې پر صفر ماتې ورکړي او اتلوالي خپله کړي.
دغه راز د لوبې په پاى کې د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ ريیس مولوي مصطفی هاشمي پژواک ته وويل چې دغه ډول لوبې د ځوانانو او قومونو ترمنځ واټن له منځه وړي.
هغه له ورزشکارانو غوښتنه وکړه چې د ورزش ترڅنګ د هېواد د ابادۍ او پرمختګ لپاره هم کار وکړي.
دغه راز د پلخمري لوبډلې مشر فرشيد فيضي پژواک ته وويل، ډېرې هلې ځلې یې وکړې څو دغه اتلولي ترلاسه کړي.
هغه وايي چې ځوانان بايد وخت ضايع نه کړي، موخه بايد ولري او ځان بايد ورسوي.
د بغلان د بدنې روزنې امريت معلوماتو له مخې، د تېر يو کال په اوږدو کې په دغه ولايت کې د بېلابېلو ورزشونو ١١٥ سيالۍ ترسره شوې دي.
Views: 12
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن