Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

بلخ کې د پنبې پروسس یوې فابریکې فعاليت پيل کړ

مزارشریف (پژواک، ۲۴ وږی ۱۴۰۲): د بلخ ولایت په بلخ ولسوالۍ کې د ۹۰ میلیون افغانیو په لګښت د پنبې پروسس یوې فابریکې فعالیت پیل کړ چې لسګونو کسانو ته پکې د کار زمينه برابره شوې ده.

د دغه فابریکې مسوول فیض‌محمد یوسفزی وایي، په یاده فابریکه کې ۹۰ میلیونه افغانۍ پانګونه شوې چې پکې شاوخوا ۶۰ کسانو ته د کار کولو فرصت هم برابر شوی دى.

نوموړی زیاتوي چې دغه فابریکه په ۱۲ جریبه ځمکه باندې جوړه شوې او ۲۴ ساعتونو کې د ۸۰ ټنه پنبې د پروسس ظرفیت لري.

نوموړی دغه راز له نورو پانګوالو او سوداګرو وغوښتل چې په هېواد کې د پانګونې له لارې د هېواد په پرمختګ کې د ونډې اخیستو ترڅنګ ځوانانو ته د کار زمینه هم برابر کړي.

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.