ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

امیرخان متقي د مسکو فارمټ ناسته کې ګډون کوي

امیرخان متقي د مسکو فارمټ ناسته کې ګډون کوي

author avatar
15 Sep 2023 - 03:41
امیرخان متقي د مسکو فارمټ ناسته کې ګډون کوي
author avatar
15 Sep 2023 - 03:41

کابل (پژواک، ۲۳ وږی ۱۴۰۲): د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، د دغه وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي د مسکو فارمټ په پنځمه ناسته کې ګډون کوي.

ټاکل شوې ده، چې دا ناسته د روان زیږدیز کال د سپټمبر میاشتې په ۲۹مه د روسیې په کازان ښار کې ترسره شي.

د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیاءاحمد تکل د وږي په ۲۳مه، پژواک اژانس ته وویل چې امیرخان متقي ته په یاده ناسته کې د ګډون بلنه ورکړل شوې وه چې د افغانستان لخوا ومنل شوه.

هغه زیاته کړه چې په دې ناسته کې د افغانستان او سیمې د حالاتو په اړه خبرې کېږي.

تکل وایي، په دې ناسته کې د بیارغونې د پروژو پر جلب او تطبیق هم خبرې کېږي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.