ښرنه (پژواک، ۲۴ وږی ۱۴۰۲): د پکتیکا ولایت د طبیعي پېښو پروړاندې د مبارزې چمتوالي ریاست وایې چې د دغه ولایت د ګیان ولسوالۍ له زلزلهځپلو سره د هغوی د کورونو د بیارغولو او جوړولو په موخه د کډوالۍ نړۍوال سازمان (ایاواېم) له خوا څه باندې ۶۷ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته شوې ده.
د پکتیکا د طبیعي پېښو پروړاندې د مبارزې د چمتوالي رییس مولوي مطیعالله منصور پژواک خبري آژانس ته وویل چې دا مرستې د شیلټر پروژې یوه برخه ده چې دې پروژه کې زلزله ځپلو ته د کورونو بیا رغولو لپاره په درېیو قسطونو کې نغدي پيسې ورکول کېږي.
هغه زیاتوي: «دا ځل ۱۰۷۷ کورنیو ته ۶۷،۷ میلیونه افغانۍ نغدې پیسې وېشل شوې دي چې ۶۳۶ کورنیو ته دویم او ۴۴۱ کورنیو ته د درېیم قسط پيسې ورکړل شوي دي.»
مولوي منصور زیاتوي، شاوخوا ۲۵۰۰ کورونو د بیارغولو چارې روانې دي چې په را روانو څو میاشتو کې به بشپړې شي او همدومره شمېر زلزله ځپلې خلک به ودان کورونه ولري.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP