ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ای‌او‌اېم د پکتیکا په ګیان کې د تېر کال زلزلې له زیانمنو شوو سره نغدي مرسته کړې

ای‌او‌اېم د پکتیکا په ګیان کې د تېر کال زلزلې له زیانمنو شوو سره نغدي مرسته کړې

author avatar
15 Sep 2023 - 15:15
ای‌او‌اېم د پکتیکا په ګیان کې د تېر کال زلزلې له زیانمنو شوو سره نغدي مرسته کړې
author avatar
15 Sep 2023 - 15:15

ښرنه (پژواک، ۲۴ وږی ۱۴۰۲): د پکتیکا ولایت د طبیعي پېښو پروړاندې د مبارزې چمتوالي ریاست وایې چې د دغه ولایت د ګیان ولسوالۍ له زلزله‌ځپلو سره د هغوی د کورونو د بیارغولو او جوړولو په موخه د کډوالۍ نړۍوال سازمان (ای‌او‌اېم)  له خوا څه باندې ۶۷ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته شوې ده.

د پکتیکا د طبیعي پېښو پروړاندې د مبارزې د چمتوالي رییس مولوي مطیع‌الله منصور پژواک خبري آژانس ته وویل چې دا مرستې د شیلټر پروژې یوه برخه ده چې دې پروژه کې زلزله ځپلو ته د کورونو بیا رغولو لپاره په درېیو قسطونو کې نغدي پيسې ورکول کېږي.

هغه زیاتوي: «دا ځل ۱۰۷۷ کورنیو ته ۶۷،۷ میلیونه افغانۍ نغدې پیسې وېشل شوې دي چې ۶۳۶ کورنیو ته دویم او ۴۴۱ کورنیو ته د درېیم قسط پيسې ورکړل شوي دي.»

مولوي منصور زیاتوي، شاوخوا ۲۵۰۰ کورونو د بیارغولو چارې روانې دي چې په را روانو څو میاشتو کې به بشپړې شي او همدومره شمېر زلزله ځپلې خلک به ودان کورونه ولري.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.