غزني ښار (پژواک، ۲۴ وږی ۱۴۰۲): د غزني ولایت امنیتي مسوولین وایي چې په دغه ولایت کې د بېلابېلو نشهیي توکو د پلور په تړاو نهه کسان نیول شوي دي.
د غزني د امنیه قوماندانۍ ویاند ابو خالد سرحدي پژواک خبري آژانس ته وویل چې د غزني ده یک ولسوالۍ رباط کلي کې ۱۲۷۸ کیلوګرامه اومان، ۵۹ کیلوګرامه چونه، ۴ بېرله او یوه بوشکه تېزاب د یادې ولسوالي د استخباراتو د یوه کشفي راپور پر اساس نیول شوي چې وروسته د یادې ولسوالي د ابتدایه محکمې د حکم پر اساس د یو ټاکل شوي هیئت لخوا سوځول شوي دي.
د نوموړي په خبره، د یادو توکو د پلور تړاو ۹ کسان هم نیول شوي چې د امنیه قوماندانۍ د نشهیي توکو پر وړاندې مبارزې مدیریت ته سپارل شوي دي.
  . . .
You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP