منځپانګې ته تلل
جمعه ۳۰ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۴۶ غ.م
۹° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

غزني کې د نشه‌یی توکو د پلور په تور نهه کسان نیول شوي

· ۱ دقیقه لوستل · ۱۸۱ کتنې

غزني ښار (پژواک، ۲۴ وږی ۱۴۰۲): د غزني ولایت امنیتي مسوولین وایي چې په دغه ولایت کې د بېلابېلو نشه‌یي توکو د پلور په تړاو نهه کسان نیول شوي دي.

د غزني د امنیه قوماندانۍ ویاند ابو خالد سرحدي پژواک خبري آژانس ته وویل چې د غزني ده یک ولسوالۍ رباط کلي کې ۱۲۷۸ کیلوګرامه اومان، ۵۹ کیلوګرامه چونه، ۴ بېرله او یوه بوشکه تېزاب د یادې ولسوالي د استخباراتو د یوه کشفي راپور پر اساس نیول شوي چې وروسته د یادې ولسوالي د ابتدایه محکمې د حکم پر اساس د یو ټاکل شوي هیئت لخوا سوځول شوي دي.

د نوموړي په خبره، د یادو توکو د پلور تړاو ۹ کسان هم نیول شوي چې د امنیه قوماندانۍ د نشه‌یي توکو پر وړاندې مبارزې مدیریت ته سپارل شوي دي.

  . . .

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.