کابل (پژواک، ۲۵ وږی ۱۴۰۲): افغاني سره میاشتې ټولنې نن په کابل ښار کې له ۳۴۳ اړمنو سوالګرو سره نغدي مرسته وکړه او هرې کورنۍ ته یې پنځه زره افغانۍ ورکړې.
په کابل کې د افغاني سره میاشتې د مرستو رییس مولوي الیاسخېل ناصري نن په دې تړاو جوړ شوو مراسمو کې وویل چې یادې اړمن سوالګر د دوی تخنیکي ټیم له لوري پېژندل شوې وې.
هغه وویل، له یادو ۳۴۳ کورنیو سره یې نغدي مرسته وکړه، هرې کورنۍ ته یې پنځه زره افغانۍ ورکړې او ټاکل شوې له یادو کورنیو سره به په راتلونکو څو ورځو کې د خوراکي توکو مرسته هم وشي.
هغه دغه راز وویل چې اوس هم په کابل ښار کې د سوالګرو راټولو لړۍ روانه ده.
په دغو مراسمو کې د افغاني سرې میاشتې ټولنې سرپرست مولوي مطیعالحق خالص له ملي سوداګرو او نړۍوالو خیریه بنسټونو وغوښتل چې د دې ټولنې له لارې دې د اړمنو کورنیو لاسنیوی وکړي.
د کابل ښار یوې اوسېدونکې ملالۍ چې نن یې دغه نغدي مرسته ترلاسه کړې، پژواک خبري اژانس ته وویل، اقتصادي وضعیت يې ډېر خراب دی او دا مرسته به د یو څه وخت لپاره د دوی د کورنۍ اړتیاوې پوره کړي.
پر پښو معلول ذبیحالله د کابل ښار یو بل اوسېدونکی چې د خپلې اته کسیزې کورنۍ سرپرستي کوي هم دغه مرسته ترلاسه کړې، هغه وایي: «وضعیت مو ډېرخراب دی په مشکل نفقه پیدا کوم.»
هغه له حکومت او نړۍوالو بنسټونو وغوښتل چې دا ډول مرستې دومداره کړي چې د بېوزلو کورنیو اړتياوې د زیاتې مودې لپاره پوره شي.
په کابل ښار کې د سوالګرو راټولولو لړۍ د تېر کال د زمري میاشتې په ۲۲مه پیل شوه او تراوسه هم روانه ده، د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت تېر کال کب میاشت کې ویلي وو چې د ښځو او ماشومانو په ګډون یې نږدې ۳۰ زره سوالګر راټول کړي دي.
Views: 95
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن