ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

یوولس افغان رزمي ورزشکاران د اسیا المپیکي سیالیو کې د ګډون په موخه چین ته ولاړل

یوولس افغان رزمي ورزشکاران د اسیا المپیکي سیالیو کې د ګډون په موخه چین ته ولاړل

author avatar
16 Sep 2023 - 16:25
یوولس افغان رزمي ورزشکاران د اسیا المپیکي سیالیو کې د ګډون په موخه چین ته ولاړل
author avatar
16 Sep 2023 - 16:25

کابل (پژواک، ۲۵ وږی ۱۴۰۲): د المپیک ملي کمېټه وایي چې د تکواندو، ووشو او جودو ملي لوبډلو ۱۱ ورزشکاران د اسیا المپیکي سیالیو کې د ګډون په موخه چین هېواد ته ولاړل.

د المپیک ملي کمېټې او ورزش عمومي ریاست پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، نن سهار د افغانستان د تکواندو، ووشو او جودو ملي لوبډلو ۱۱ ورزشکاران په اسیایي المپیکي سیالیو کې د ګډون لپاره د چین هانګ‌جو ښار ته روان شول.

دې کمېټې ویلي چې د چين په کوربه‌توب په دې سیالیو د تکواندو پنځه ورزشکاران محسن رضايي، بېژن صدرزاده، حکمت‌الله زين، اميد سهاک او علي اکبر اميري ګډون کوي.

سرچینه زیاتوي، په دغو سیالیو کې د جودو دوه لوبغاړي هر یو کمال‌الدین او فیصل  او د ووشو څلور لوبغاړي هر یو محمدکریم فقیري، مجید رسولي، محمدخالد هوتک او نصرت‌الله حبیبي ګډون کوي.

دغې ادارې ویلي، ټاکل شوې د چین په کوربه‌توب اسیایي المپیکي سیالۍ د روانې سپټمبر میاشتې په ۲۳مه نېټه پیل شي چې له افغانستانه به په کې له سلو زیات ورزشکاران په ۱۷ بېلابېلو رشتو کې برخه واخلي.

Views: 51

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.