Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

امریکا او برېتانیا پر ایران تازه بندیزونه لګولي

[restrict paid=”true”]

کابل (پژواک، ۲۵ وږی ۱۴۰۲): د امریکا بهرنیو چارو وزارت وایي، متحده ایالتونو او بریتانیا پر ایران تازه بندیزونه لګولي او له یو شمېر نورو خپلو متحدو هېوادونو یې هم غوښتي چې پر دغه هېواد بندیزونه ولګوي.

د رويټرز خبري اژانس خبر له مخې، د امریکا بهرنیو چارو وزیر انټوني بلينکن ویلي، امریکا د نړۍ له شاوخوا نورو هېوادونو سره یو ځای د ایرانیانو د ملاتړ او د عدالت د تامین لپاره هڅې کوي چې پوښتنې وشي او بشري حقوق رعایت شي.

سرچينه وايي چې د امریکا بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې ویل شوي، پر ۲۵ ایرانیانو په انفرادي ډول بندیز لګېدلی او درې حکومت پلوه رسنۍ هم په دغه بندیز کې شاملې دي.

دغه راز د ایران پر یوه انټرنېټي څېړنیز شرکت هم بندیز لګول شوی دی.

امريکا له اسټرالیا، کاناډا او یو شمېر نورو متحدینو هم غوښتي چې دوی هم پر ایران بندیزونه ولګوي.

په ورته مهال، ایراني چارواکو بیا دغه بندیزونه غندلي او ویلي یې دي چې امریکا د ټولو نړۍوالو اصولو خلاف پر ایران فشار راوړی دی.

[/restrict]

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.