محمودراقي (پژواک، ۲۶ وږی ۱۴۰۲): د کاپیسا ځایي مسوولین د دغه ولایت د تګاب ولسوالۍ د تورغونډۍ سیمې نفرایت ډبرو کان د لومړي او دویم بلاک د استخراج بهیر له پیلېدو چې قرارداد یې د پنځو کلونو لپاره له یوه خصوصي شرکت سره شوی، خبر ورکوي.
د کاپیسا د کانونو او پټرولیم رییس عنایتالله ابلاغ نن د دې پروژې د پرانیستې مراسمو کې وویل: «د ویاړ ځای دی چې موږ د هېواد د ابادۍ او خلکو ته د کارموندنې په موخه ګام اخلو، د تګاب ولسوالۍ د تورغونډۍ سیمې د کان د استخراج قرارداد د پنځو کلونو لپاره له خیرخواه خصوصي شرکت سره شوی چې دا دواړه بلاکونه ۷۱ هکټاره ځمکه احتوا کوي.»
مسوولینو ډاډ ورکړ چې په راتلونکې کې به د الهسای ولسوالۍ د بیروجو پنځو کانونو د استخراج لړۍ هم پیل شي. د هغوی په وینا، د یادو کانونو کارونو په پیلېدو سره به د کاپیسا سلګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شي.
د خیرخواه قراردادي شرکت رییس سعدالله میوندي وایي چې د نفرایتو کان د استخراج کارونو په پیلېدو سره د تګاب او کاپیسا د نورو سیمو ۶۰۰ کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.
د یاد شرکت یو کارګر بحرالله له اسلامي امارت غواړي چې د داسې پروژو له عوایدو دې کارخونې جوړې کړي چې خلکو ته د کار زمینه برابره شي او هېواد پر ځان بسیا شي.
د یادونې ده، له دې مخکې هم د تګاب ولسوالۍ د والګه سیمې د نفرایټ کان قرارداد له شهاب محبوب شرکت سره شوی و چې ۵۰ سلنه کارونه یې ترسره شوي او تر اوسه ترې ۶۰ ټنه نفرایټ لاس ته راغلي دي.
Views: 40
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن