جلالاباد (پژواک، ۲۶ وږی ۱۴۰۲): د ننګرهار د پوهنې رياست وايي، په دغه ولايت کې د څلورنيم زره ښځو په ګډون ۱۱ زره کسانو ته د سواد زدهکړو زمينه برابره شوې ده.
مسوولين وایي، اوسمهال په ننګرهار کې د سواد زدهکړو اووه ځانګړي ښوونځي او ۴۰۰ د سواد زدهکړې مرکزونه (ټولګي) موجود دي چې د ۲۰۸ رسمي ښوونکو سربېره په کې لسګونه غيررسمي ښوونکي په تدریس بوخت دي.
د سواد زدهکړو په لنډمهاله کورسونو کې پر زدهکړو بوخت کسان خوښ دي، له حکومت، په ځانګړې توګه د پوهنې له ادارې غوښتنه کوي چې دغه بهير لا چټک، پراخ او ګړندی کړي.
د ننګرهار د پوهنې رياست د سواد زدهکړو امر اولګل ابوزاهد پژواک خبري اژانس ته وويل چې روان کال په دغه ولايت کې ۱۱ زره کسانو ته د سواد زدهکړې زمينه برابره شوې چې له ډلې يې څلورنيم زره ښځې دي.
دی وايي: «د وزارت له خوا چې موږ ته کوم هدف راکړل شوی و، د يو کال لپاره هغه موږ په درېيو ربعو کې پوره کړ او له هغې مو د زدهکوونکو شمېر زيات کړی هم دی چې له دې چارې سره موږ د هېواد په کچه لومړی مقام هم خپل کړ.»
د نوموړي د معلوماتو له مخې، په ننګرهار کې د سواد زدهکړو ځانګړي ۷ ښوونځي او ۴۰۰ مرکزونه (ټولګي) موجود دي چې د ۲۰۸ رسمي او لسګونه غيررسمي ښوونکو له خوا په کې زدهکوونکو ته تدریس کېږي.
دی وايي، دغه ټولګي د دولتي ادارو، د ولسواليو مقامونو او نظامي ادارو کارکوونکو سربېره کسبګرو او کليوالو مېرمنو ته برابر شوي دي.
دغه راز خلک هم د سواد زدهکړو له دغه بهیره خوښ دي.
ابراهيم ساپی چې جلالاباد ښار کې د سواد زدهکړو يوه مرکز زدهکوونکی دی، وايي، له دغو زدهکړو پيل سره يې نوی ژوندی پيل کړی دی.
هغه پژواک ته وويل: «د سواد اموزۍ په کورسونو کې مو دومره زدهکړې وکړې چې انشاءالله خپله جاله پرې باسو، د سواد اموزۍ له زدهکړو ډېر خوښ يو.»
د خوږياڼو ولسوالۍ يو قومي مشر عثمانجان چې خپل کور کې يې د مېرمنو د سواد زدهکړې يوه ټولګي ته ځای ورکړی، وايي، د دغه ټولګي جوړېدو له امله د کلي ډېرو بېسواده ښځو او سړو له ليک لوست سره اشنايي پيدا کړې ده.
هغه وایي: «دا موږ سپينږيري شو، بېسواده يو، د جهالت په لار روان يو، نور بايد بچي مو بېسواده پاتې نه شي.»
دا په داسې حال کې ده چې له شاوخوا یونیم کال راهیسې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ ښوونځیو دروازې تړل شوې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP