Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

امنیه قومانداني: کابل ښار کې له پولیسو سره نښته کې یو غل ووژل شو

امنیه قومانداني: کابل ښار کې له پولیسو سره نښته کې یو غل ووژل شو

author avatar
17 Sep 2023 - 11:12
امنیه قومانداني: کابل ښار کې له پولیسو سره نښته کې یو غل ووژل شو
author avatar
17 Sep 2023 - 11:12

کابل (پژواک، ۲۶ وږی ۱۴۰۲): د کابل امنیه قومانداني وایي، کابل ښار کې د «غلو» له هغې ډلې سره د پولیسو نښته کې یو «غل» وژل شوی او بل ژوندی نیول شوی چې غوښتل یې له یوه سوداګره ۱.۷ میلیونه افغانۍ غلا کړي.

د کابل امنیې قوماندانۍ پر خپله اېکس‌پاڼه د ياد مطلب څرګندولو ترڅنګ يوه ويډيو هم خپره کړې ده.

په ويډيو کې د اوولسمې امنیتي حوزې امر مولوي بشيراحمد مجاهد وايي، درېیو «وسله‌والو غلو» غوښتل چې د دې حوزې اړوند سیمه کې د شمال پنجشېر د تېلو ټانک له مالک حاجي اسدالله څخه یو میلیون او ۷۰۰ زره افغانۍ وتښتوي.

مجاهد وایي، په همدې وخت کې دغه کسان د پولیسو له سيارې ګزمې سره مخ شول او پر امنیتي ځواکونو یې ډزې وکړې.

دی زياتوي: «په متقابلو ډزو کې يو غل ووژل شو، یوه غله له ساحې فرار وکړ او بل غل مو ونيو او پيسې مو یې خپل څښتن ته وسپارلې.»

هغه نه دي ویلي چې دغه پېښه څه وخت شوې ده.

د شمال پنجشېر د تېلو ټانک مالک حاجي اسدالله په یاده ويډیو کې وايي: «د شمال پنجشېر د تېلو په ځينو ټانکونو کې چې کومې پيسې وې، هغه مو د تېلو او ګاز پېرلو په موخه د سرای شمالي صرافیو ته لېږدولې؛ درې غله چې په يوه کرولا موټر کې وو، زموږ لاره یې ونيوه، غوښتل يې چې دغه پيسې غلا کړي؛ امنيتي ځواکونه راورسېدل او له غلو سره يې نښته وشوه، يو غل ووژل شو، يو يې ژوندی ونيو او درېيم غل وتښتېد.»

دی وایي، امنیتي ځواکونه په داسې حال کې وررسېدلي چې «غلو» یوه اندازه پیسې ترې اخیستې وې.

هغه وویل چې امنیتي ځواکونو غلا شوې پيسې بېرته ده ته وسپارلې.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.