خوست ښار (پژواک، ۲۶ وږی ۱۴۰۲): خوست کې د لومړي ځل لپاره د معلولينو «ويلچر باسکيټبال» يو ورځنی سيالۍ ترسره شوې.
د باسکيټبال دا سيالۍ د «زما افغانستان، زرغون خوست او خوستي اتلانو» په نوم د درېيو لوبډلو ترمنځ د سره صليب نړۍوالې کمېټې په همکارۍ ترسره شوې.
د خوست د بدني روزنې امر عطاالله کډوال پژواک خبري اژانس ته وويل، له دې سياليو موخه د ولايت په کچه د ويلچر باسکيټبال يوې منتخبې لوبډلې جوړولو
لپاره د لوبغاړو پېژندل دي.
نوموړي وويل، ياده منتخبه لوبډله به په راتلونکي کې په مرکز کابل کې د ويلچر باسکيټبال ملي لوبډلې ته د لوبغاړو ټاکل کېدو په موخه د نورو ولايتونو د باسکیټبال لوبډلو سره لوبې ترسره کړي.
هغه وايي: «څومره امکانات چې له ورزشي ادارې سره په لاس کې دي، هغه يې ټول دوی ته په واک کې ورکړي، له تجاراتو مو خواهش دی چې له معلولينو سره زيات کومک وکړي او همدا شان له هغو ځوانانو نه چې روغ دي، بايد له دې عبرت واخلي چې معلولين ورزش کوي، نو دوی خو بايد ورزش ته ډېره توجه وکړي.»
ورته مهال، د معلولينو ويلچر باسکيټبال لوبې لوبغاړي خوښي څرګندوي چې په دغه ولايت کې په لومړي ځل دا لوبې ترسره کېږي.
يوه لوبغاړي قسمتالله پژواک ته وويل، له معلولينو د ملاتړ او هڅونې برخه کې دا ډول لوبې ډېرې مهمې دي؛ ځکه د هغه په وينا، معلول ته په ټولنه کې د نيم انسان په سترګه کتل کېږي.
هغه زياته کړه: «معلول بې حسه او بې حرکته نه دی، د نشهيي توکو پر وړاندې مبارزې لپاره بايد ورزش ته خلک ادامه ورکړي، موږ چې حاضريږو نو روغ خلک خو حتماً ورزش وکړي، موږ دلته تمرينات کوو، بيا کابل کې لوبې لرو.»
د ويلچر باسکيټبال يوه بل لوبغاړي خيرالله بيا پژواک ته وويل چې د دوی ځيني لوبغاړي د تګ راتګ لپاره هيڅ ډول اسانتيا نه لري او په ډېر تکليف تر لوبغالي
ځانونه رسوي.
ده وويل: «تشنابونه دلته نه لرو، اطاق نه لرو، ترانسپورټ مشکل شته، له حکومتي مسوولينو او تجارانو مو غوښتنه دا ده چې موږ سره په دې برخو کې همکاري وکړي.»
بل پلو، د معلولينو او شهيدانو وارثينو شورا مشر او د معلولينو د ويلچر باسکيټبال لوبغاړي سخي محمود خيرخواه بيا وايي چې په دغه ولايت کې له شپږو زرو ډېر معلولين دي.
نوموړي پژواک ته وويل چې زياتره دغه معلولين په لرو سيمو کې ژوند کوي او په اسانۍ خوست ښار ته رسېدنه نه شي کولی.
هغه د سره صليب نړۍوالې کمېټې له مسوولينو مننه وکړه چې د دوی د سالمې بوختيا او تشويق لپاره يې د ويلچر باسکيټبال لوبې جوړې کړې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP