فراه (پژواک، ۲۷ وږی ۱۴۰۲): د فراه ولایت به بالابلوک ولسوالۍ کې د ۸،۸ میلیونو افغانیو په لګښت د پاکو اوبو رسولو د یوې شبکې د جوړېدو چارې پیل شوې.
د فراه د اطلاعات او فرهنګ ریاست له لوري رسنیو ته په استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د اوبو رسولو دغه شبکه د بالابلوک ولسوالي اړوند د کنسک کلي په ښاخ سیمه کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (یونیسف) په ۸،۸ میلیون افغانیو مالي ملاټر جوړیږي.
خبرپاڼه زیاتوي: «دغه شبکه ۶۰۰ کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابروي چې هر کور ته به د نل له لارې اوبه ورسېږي.»
د فراه د کلیو بیارغوني او پراختیا رییس مفتي محمدنسیم سرهنګ پژواک ته وویل: «کسنک کلی د تېرو جګړو پرمهال ډېر ځپل شوی او ډېر کورونه يې نړېدلي چې خلکو يې اوبو ته لاسرسی نه درلوده.»
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP