ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د افغانستان ملي موزیم کې څه باندې ۵۱۷۰۰ بېلابېل تاریخي اثار ثبت دي

د افغانستان ملي موزیم کې څه باندې ۵۱۷۰۰ بېلابېل تاریخي اثار ثبت دي

author avatar
19 Sep 2023 - 16:35
د افغانستان ملي موزیم کې څه باندې ۵۱۷۰۰ بېلابېل تاریخي اثار ثبت دي
author avatar
19 Sep 2023 - 16:35

کابل (پژواک،  ۲۸ وږی ۱۴۰۲): دا مهال د افغانستان ملي موزیم کې – د هغو ۱۳۶۱ تاریخي اثارو په ګډون چې په تېرو دوو کلونو کې یې له قاچاقه مخنیوی شوی-  ۵۱۷۴۲ بېلابېل تاریخي اثار ثبت دي او د ثبت دا لړۍ روانه ده.

د افغانستان ملي موزیم په ۱۲۹۷ لمریز کال کې د کابل ښار په باغ‌بالا سیمه کې جوړ شو، په ١٣٠٣ لمريز کال کې د ارګ باغچې کوټي قصر او په ١٣٠٩ کال کې د همدغه ښار دارالامان سیمې ته ولېږدول شو او اوس هم هلته دی.

د افغانستان ملي موزیم د ارشیف امر یحیی محب‌زاده پژواک خبري اژانس ته وویل چې افغانستان کې د اویایمې هجري لمریزې لسیزې له کورنيو جګړو مخکې په دغه موزیم کې تر سل زره ډېر اثار موجود وو خو اویا سلنه یې د جګړو پر مهال ورک او لوټ شول.

دی وایي چې په ۱۳۸۰ لمریز کال کې ملي موزیم کې د اثارو د ثبت ډېتابېس جوړ شو او تر اوسه ۵۱۷۴۲ بېلابېل تاریخي اثار په دغه ډېتابېس کې ثبت شوي او د ثبت دا لړۍ روانه ده.

هغه زیاته کړه، له یادو ثبت شوو اثارو ۱۰۵۸۵ هغه اثار دي چې د کورنیو جګړو پر مهال لوټ شوي وو او په تېرو دوو لسیزو کې د انټرپول پولیسو او د یو شمېر هېوادونو په مرسته بېرته د هېواد ملي موزیم ته سپارل شوي دي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، یاد څه باندې لس زره تاریخي اثار له امریکا، انګلیستان، بلجیم، ناروې، سویس، جاپان، ایران، پاکستان او مالیزیا هېوادونو بېرته هېواد ته راوړل شوي دي.

محب‌زاده د جزئیاتو له ورکولو پرته وویل چې اوس هم د افغانستان یو شمېر تاریخي اثار په ځینو بهرنیو هېوادونو کې دي.

د هغه د معلوماتو له مخې، په تېرو دوو کلونو کې د افغانستان د ۱۳۶۱ تاریخي اثارو د قاچاق مخنیوی شوی، ملي موزیم ته راوړل شوي او ثبت شوي چې ډېر یې لرغونې سکې او مجسمې دي.

محب‌زاده زیاته کړه، د هېواد په ملي موزیم کې د اسلامي دورې ترڅنګ له ميلاد مخکې دورې اثار، د کوشاني دورې لوښي، د ۱۹مې پېړۍ وسلې، د لوګر مس عینک کان له کيندنو لاس ته راغلي او داسې نور اثار موجود دي.

هغه وویل چې د وړم کال د زمري میاشتې د تحول پر مهال او له هغه وروسته ملي موزیم ته هيڅ ډول زیان نه دی اوښتی او ټول ثبت تاریخي اثار پر خپل ځای دي.

نوموړی وايي، د ملي موزیم د اثارو فزیکي امنیت په بشپړ ډول خوندي دی او ځیني اثار په ډیپوګانو کې هم ساتل کېږي.

محب‌زاده وایي، هره میاشت د ګڼ شمېر هېوادوالو ترڅنګ تر شاوخوا سلو بهرني سیلانیان له دغه موزیمه لیدنه کوي.

د ملي موزیم سرپرست مولوي صبغت‌الله عابد پژواک خبري اژانس ته وویل چې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته هڅه شوې چې تاریخي اثار په سم ډول وساتل شي.

دی وایي، په تېرو څه باندې دوو کلونو کې ډېر اثار ترمیم شوي هم دي.

د عابد په وینا، ځینو بهرنیو بنسټونو له افغانستان سره په فرهنګي برخو کې د همکارۍ ژمنې کړې خو تر اوسه یې عملي ګامونه نه دي اخیستي.

دی زیاتوي، حکومت هڅه کوي چې په دې برخه کې د کورنیو عوایدو پر مټ اړین اقدامات وکړي.

د هغه د معلوماتو له مخې، دا مهال د هېواد په پنځو ولایتونو (هرات، کندهار، ننګرهار، غزني او بلخ) کې موزیمونه فعال دي او هڅې روانې دي چې په نورو ولایتونو کې هم جوړ شي.

ده وویل، اسلامي امارت هڅه کوي چې بهرنیو هېوادونو کې د افغانستان پاتې اثار بېرته هېواد ته راوړي.

د دغه موزیم ليدونکي له اسلامي امارته غواړي چې د هېواد په ټولو ولايتونو کې فرهنګي برخو او د موزيمونو پراختيا ته ډېره پاملرنه وکړي.

محمدالله چې له ملي موزیمه یې لیدنه کوله، وویل چې موزيمونه د يوه ملت فرهنګي او تاريخي هويت بیانوي؛ نو ځکه خو باید په ټولو ولایتونو کې جوړ شي.

د ملي موزیم بل ليدونکي ادريس هم ورته څرګندونې وکړې او ویې ویل چې اسلامي امارت باید فرهنګي برخو ته ډېره پاملرنه وکړي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.