کابل (پژواک، ۲۸ وږی ۱۴۰۲): کابل ښار کې ځيني خطاطان او انځورګر وایي، سره له دې چې له تکنالوژۍ استفادې د دوی پر کاروبار اغېز کړی، تېرو دوو کلونو کې یې له بهره سفارشات هم کم شوي دي.
پژواک خبري اژانس د خطاطۍ او انځورګرۍ زدهکړې د مرکزونو له ځينو مسوولینو سره خبرې کړې، دوی د خپل پلور له کموالي شکایت لري او له اسلامي امارته غواړي چې د دوی د پلور ډېرېدو لپاره دې د نندارتونونو جوړولو له لارې بازارموندنه وکړي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وایي چې د خطاطانو او انځورګرو ستونزو هوارولو لپاره اقدامات کېږي.
د خطاطۍ او خوشنوسۍ هنر
پوهاند عبدالحی حبیبي په ۱۳۵۰ کال کې د «افغانستان د خط تاریخ او زړو لیکنو» کتاب کې په افغانستان کې د خطاطۍ او خوشنویسۍ مخینه د تاریخ له دورې مخکې یادوي، هغه عزیزالدین وکیلي پوپلزی، حسیني خرمي، تمیم رها، سید محبوبالله هاشمي او عمر صدیق د هېواد ماهر خطاطان او خوشنویسان بللي دي.
یو خطاط او د «انځورګرۍ او خطاطۍ مرکز» مالک کریمالله رحماني له پژواک سره په خبرو کې د خطاطانو د کاروبار له پیکه کېدو شکایت لري.
هغه چې خپل ډېر عمر په دغه هنر کې تېر کړی او له لسو کلونو راهیسې یې په یاد مرکز کې ډېر زدهکوونکي روزلي، وایي: «مخکې د خطاطۍ کار ډېر ښه و؛ ځکه چې هغه مهال ټول کار په لاس کېده، چاپي نه و، لویې لوحې په لاس لیکل کېدې، خو له تکنالوژۍ استفادې نسبتاً د خطاطۍ کار کمرنګه کړی؛ خو بیا هم زموږ خلک هنرمند دي، غواړي هغه هنر چې په اسلامي دوره کې پیل شوی تر اوسه دې هم وي.»
هغه وویل: «هېواد کې د سیاسي نظام له بدلون مخکې موږ ډېر سفارشات له بهره لرل، خو اوس زموږ دغه سفارشات کم شوي، موږ هره ورځ او هره اونۍ سفارشات لرل، مخکې مو په دوبۍ او سعودي کې سفارشات لرل، خو اوس د دغو هېوادونو ویزې بندې شوې، موږ نه شو کولای چې له هېواده بهر نندارتونونه او سفارشات ولرو.»
نوموړي وویل، دوه کاله مخکې یې له بهره ډېر سفارشات د قرانکریم د خطاطۍ او میناتورۍ په برخه کې له سعودي، فرانسې او امریکا هېوادونو څخه وو.
رحماني د مثال په ډول وویل: «د قرانکریم د یوې نسخې خطاطي مو کړې و چې له خپلې خطاطۍ مو ۱۰۰ زره افغانۍ ترلاسه کړې، د میناتورۍ او خطاطۍ تابلوګانې له ۳۰ تر ۴۰ زره افغانیو، د رسامۍ او خطاطۍ له ۱۰۰ تر ۲۵۰ ډالرو به پلورل کېدې.»
نوموړی له اسلامي امارته غواړي چې د دوی د اثارو پلورلو او بهر ته يې د لېږدولو په برخه کې همکاري وکړي.
پر دېوالونو انځورګري او خطاطي چې له تېرو کلونو کابل ښار کې دود شوې، له دې لارې د خطاطانو او رسامانو کاروبار ښه شوی و.
رحماني وویل چې اوس هم په لوحو لیکلو او پر دېوالونو لیکلو کې له خوشنویسۍ استفاده کېږي، خو د مخکني نظام له سقوط مخکې له دغه روشه ډېره استفاده کېده.
هغه د سرپرست حکومت له مسوولینو غواړي چې د هغو خطاطانو او انځورګرو ملاتړ وکړي چې له اقتصادي ستونزو سره مخ دي.
سرچینه وایي، د خطاطۍ او رسامۍ هنر زدهکولو لپاره د ځوانانو لېوالتیا کمه شوې نه ده، خو د اقتصادي مشکلاتو له امله د دغه مرکز زدهکوونکي کم شوي دي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، مخکې دغه مرکز کې ۳۰۰ نارینه او ۱۰۰ ښځې په بېلابېلو برخو کې پر زدهکړو بوخت وو، خو اوس دا رقم ۲۰۰ کسانو ته ټيټ شوی دی.
په ورته وخت کې، بشیر احمد مستاني چې په نقاشۍ او انځورګرۍ کې پخه تجربه لري وایي چې له درېیو کلونو راهیسې یې د خطاطۍ مرکز جوړ کړی دی.
د هغه په وینا، نسبت تېرو کلونو ته د خطاطۍ برخه کې کوم تغییر نه دی راغلی، خلک د خطاطۍ هنر ته ډېره لېوالتیا لري، خو د اقتصادي ستونزو له امله یې کاروبار پيکه دی.
نوموړی هم له سرپرست حکومته د ملاتړ غوښتنه کوي.
د نقاشۍ هنر
لیکوالان او تاریخ لیکوونکي وايي چې د نقاشۍ د هنر مخینه د تاریخ ماقبلې دورې پورې تړاو لري او حفیظ پاکزاد، غوثالدین رسام، غلاممحمد مصور د هېواد مشهور نقاشان او انځورګر یادوي.
کابل ښار کې یوې انځورګرې رامشه انګېز وویل، د مخکني نظام له سقوط وروسته، د نقاشۍ په کارونو کوم محدویت نه دی لګول شوی خو په هېواد کې د اقتصادي ستونزو له امله یې پلور او د زدهکړو په مرکز کې یې د زدهکوونکو شمېر کم شوی دی.
هغې زیاته کړه چې مخکې په نندارتونونو کې به د نقاشۍ د هنر اهمیت په اړه خلک پوهول کېدل او د دوی د اثارو لپاره بازارمونده کېده؛ خو اوس د نقاشۍ نندارتونونو کم شوي دي.
هغه هم وایي چې د هنر په برخه کې د خلکو لېوالتیا ډېره ده خو د اقتصادي ستونزو له امله، د مراجعینو او پېریدونکو او دغه راز په مزکر کې د زدهکوونکو شمېر کم شوی.
هغه چې د نقاشۍ ۵۰ بېلابېل اثار لري وایي تر اوسه یې ډېر کم پلورل شوي دي.
نوموړې وایي: «تر اوسه د حکومت له خوا راته کوم محدویت نه دی جوړ شوی او هیله لرم چې جوړ هم نه شي، مرسته دې را سره وشي، د زیاتو زدهکوونکو لپاره د ځای امکانات نه لرم او بله ستونزه دا ده چې د تابلوګانو پېر او پلور ډېر کم شوی، شته ستونزو ته په کتو خلک نه شي کولای چې هغه ارزانه تابلوهم وپېري.»
هغې زیاته کړه چې حکومت دې د دوی د اثارو پلورلو لپاره د نندارتونونو له لارې ورته بازار موندنه وکړي.
حکومت: د خطاطانو او نقاشانو له ثبتېدو وروسته به د هغوی پر ستونزو کار وشي
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت نشراتي معین مهاجر فراهي وایي، دا وزارت په ټول هېواد کې د خطاطانو او رسامانو د ثبتولو پر یوه پلان کار کوي.
نوموړي وویل، د دوی له ثبت او راجستر وروسته په نظر کې دي چې له هغوی سره دوامداره ناستې ولري او د هغوی ستونزو ته رسېدنه وشي.
هغه وایي چې دغه وزارت هڅه کوي، له هغو خطاطانو او انځورګرو چې دغه وزارت سره ثبت او راجستر دي همکاري وکړي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، تر اوسه په هېواد کې د خطاطانو او رسامانو دقیق شمېر نه دی معلوم، ځکه چې ثبت نه دي، نو له همدې امله د خطاطانو او رسامانو د ثبتېدو لړۍ پیل شوې ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP