ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کابل سروبي کې د نږدې لس میګاواټه لمریزې برېښنا د تولید سیسټم لګولو پروژې چارې پیل شوې

د کابل سروبي کې د نږدې لس میګاواټه لمریزې برېښنا د تولید سیسټم لګولو پروژې چارې پیل شوې

author avatar
19 Sep 2023 - 17:12
د کابل سروبي کې د نږدې لس میګاواټه لمریزې برېښنا د تولید سیسټم لګولو پروژې چارې پیل شوې
author avatar
19 Sep 2023 - 17:12

کابل (پژواک، ۲۸ وږی ۱۴۰۲): د کابل په سروبی ولسوالۍ کې د ۷۰۰ میلیون افغانیو په لګښت د نږدې لس میګاواټه لمریزې برېښنا د تولید سیسټم لګولو پروژې چارې پیل شوې.

د اړوندې موضوع په اړه نیول شوو مراسمو ته د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخند وویل، افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی، دلته یې عزت خوندي دی او همدا یې د پېژندنې او هویت سمبول دی.

هغه زیاته کړه، اسلامي امارت دا درک کړې چې د پياوړي اقتصاد درلودو لپاره صنعت او د صنعت د پرمختګ لپاره برېښنا تر ټولو مهمه اړتیا ده.

د برادر په خبره چې دې موخې ته د رسېدو لپاره اسلامي امارت په کور دننه د برېښنا تولید په خپلو لومړیتونو کې نیولی او پر ټولو پانګوالو یې غږ وکړ چې په کور دننه د برېښنا تولید برخه کې پانګونه وکړي.

هغه زیاته کړه: «د همدې هڅو په دوام دا دی نن د لس ميګاواټه لمریزې برېښنا د تولید پروژې د پيل شاهدان یو. د برېښنا د تولید په برخه کې به د افغانستان اړتیا ته په کتو دا پروژه کوچنۍ ښکاري خو ما ته خودکفايۍ ته د رسېدو په برخه کې ډېره مهمه ده؛ دا د دې ښکارندويي کوي چې موږ خودکفايۍ ته د رسېدو په برخه کې لس ميګاواټه د نورو له احتیاجه خلاص شوو.»

دغه راز هغه وویل، اسلامي امارت د برېښنا اهمیت ته په کتو وپتېیله چې له ترکمنستانه د راتلونکي ۵۰۰ کیلوولټ مزي غځولو پروژې چارو بشپړولو قرارداد د یو کان په بدل کې افغان انوېسټ شرکت ته ورکړي چې په دې سره به افغانستان ته د سلګونو ميګاواټه برېښنا د انتقال زمینه برابره او په کلني ډول به ۲۰۰ میلیونه ډالره سپما شي.

هغه یو ځل بیا پر کورنیو او بهرنیو پانګوالو غږ وکړ چې د افغانستان په بیارغونه کې برخه واخلي او دلته له رامنځته شوو اقتصادي فرصتونو استفاده وکړي.

د مسوولینو د معلوماتو له مخې، د لس میګاواټه لمریزې برېښنا د تولید دغه پروژه د اسلامي امارت په ملاتړ د خصوصي سکټور له لوري د یوه کال په موده کې بشپړېږي چې شاوخوا ۷۰۰ میلیونه افغانۍ پانګونه به پرې وشي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.