میمنه (پژواک، ۲۹ وږی ۱۴۰۲): د لوړو زدهکړو سرپرست وزیر شیخ ندامحمد ندیم ټولو افغانانو ته د یو ډول زدهکړو زمینې پر برابرولو د ټينګار ترڅنګ ویلي، کله چې لازم شرایط برابر شي، د فاریاب پوهنتون ته به د طب پوهنځی منظور شي.
د لوړو زدهکړو وزیر پرون د فاریاب مرکز میمنې ښار ته تللی او هلته یې په یوه ناسته کې چې ځایي چارواکو، علماوو، قومي مشرانو او د دغه ولایت د پوهنتون استادانو په کې حضور درلود، خبرې وکړې.
د فاریاب والي داملا محمدشعیب د لوړو زدهکړو د پرمختګ په اړه خبرې وکړې، ویې ویل: «موږ د خپلو عقایدو او فرهنګي ارزښتونو سره برابر یو معیاري تحصیلي نظام غواړو.»
هغه زیاته کړه، د فاریاب پوهنتون کې د طب پوهنځي ته ډېره اړتیا ده؛ هغه د لوړو زدهکړو له وزیره وغوښتل چې د فاریاب له متخصصینو سره په همغږۍ په دغه ولایت کې د طب پوهنځی جوړ کړي.
په دې ناسته کې د فاریاب پوهنتون رییس محمدمحق وویل، دغه پوهنتون اته پوهنځي (شرعیاتو، د ښوونې روزنې، ادبیات او بشري علومو، کرنې، اقتصاد، د حقوقو او سیاسي علومو، انجنیري او کمپیوټر ساینس) او ۱۸۶ استادان لري چې د ماسټري او دوکتورا ترکچې زدهکړې یې کړې دي او له ۵۰۰۰ ډېر محصلین لري چې په ۱۴۰۳ کال کې به له ۲۰۰۰ ډېر نور محصلین هم جذب کړي.
محق زیاته کړه چې دغه پوهنتون اووه ودانۍ، د خوړو او کنفرانسونو صالونونه، جمنازیم، د نجونو او هلکانو لیلیه لري، د شرعیاتو، د حقوقو او سیاسي علومو، کمپیوټرساینس او د ښوونې او روزنې پوهنځي الحاقیې ودانۍ بشپړه شوې، خو د لیلیې ودانۍ او د جومات کارونه نیمګړي پاتې دي.
نوموړي زیاته کړه چې د طب پوهنځي او علمي څېړنیز مرکز جوړول، د پوهنځي کچې ته د جیولوجي او معادن څانګې ارتقا، د عربي ژبې څانګې رامنځته کېدل، پرمختللی کتابتون او مجهز لابرتوار د دغه پوهنتون مهمې اړتیاوې دي.
دغه راز د فاریاب پوهنتون رییس زیاته کړه، د پوهنتون ۲۷،۵ جریبه استملاک شوې ځمکه له امنیتي ځواکونو سره ده، د هغو پوهنځیو لپاره چې ودانۍ نه لري، د ودانیو او شنې ساحې په موخه باید هغه بېرته د پوهنتون ملکیت ته راوګرځي.
د فاریاب د علماوو شورا رییس مولوي حیاتالله حلیم وویل چې په هېواد کې د اسلامي نظام له واکمنېدو او د لوړو زدهکړو وزیر له پاملرنې وروسته، د پوهنتون او مدرسو ترمنځ او د عالمانو او استادانو ترمنځ فاصلې له منځه تللې او د عصري زدهکړو ترڅنګ دیني علوم هم تدریسېږي.
د لوړو زدهکړو سرپرست وزیر شیخ ندامحمد ندیم وویل، وزارت مسوولیت لري ټولو هېوادوالو ته د لوړو زدهکړو زمینه برابره کړي څو مسلکي او متخصص خلک د هېواد د ابادۍ لپاره وروزل شي.
هغه زیاته کړه: «موږ ټولو افغانانو ته د یو ډول تحصیل زمینې برابرولو ته ژمن یو او په دې برخه کې ډېر کار شوی دی.»
دغه راز د لوړو زدهکړو وزیر له پژواک سره په خبرو کې په دغه ولایت کې د طب پوهنځي جوړولو په موخه د فاریاب مسوولینو او خلکو په ځواب کې وویل، په هغه صورت کې چې د ولایت مقام او د پوهنتون مسوولین د طب پوهنځي لپاره لازم شرایط برابر کړي، دی د طب پوهنځي په جوړولو کې هر اړخیزه همکاري کوي.
دی وایي چې طب یوه ډېره مهمه څانګه ده، په هر پوهنتون کې د هغې موجودیت نالایقه ډاکټران ټولنې ته وړاندې کوي چې دا چاره د هېواد په ګټه نه ده.
نوموړی وایي چې والي او مسوولینو ته یې ځواب دا دی چې دوی دې د طب پوهنځي لپاره د نصاب، استادانو، کدري روغتون او د کیفیت د تضمین لپاره معیار برابر کړي او دا موضوع دې د تصویب لپاره علمي شورا ته سپاري.
د لوړو زدهکړو وزیر دغه راز د درېیو پوهنځیو ودانیو نه درلودو، د لیلې ودانۍ پاتې چارو او له امنیتي ځواکونو د پوهنتون ځمکې بېرته راګرځولو په اړه وویل چې د بېخ بناوو برخه کې ډېر کارونه شوي، د فاریاب پوهنتون د ستونزو په اړه به له مسوولینو او د پوهنتون له علمي شورا سره ناسته ولري او له ارزولو وروسته به ستونزې بېخي هوارې شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP