ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

فاریاب کې یوه ځوان ځان‌وژنه کړې او یو بل وژل شوی دی

فاریاب کې یوه ځوان ځان‌وژنه کړې او یو بل وژل شوی دی

author avatar
20 Sep 2023 - 13:10
فاریاب کې یوه ځوان ځان‌وژنه کړې او یو بل وژل شوی دی
author avatar
20 Sep 2023 - 13:10

میمنه (پژواک، ۲۹ وږی ۱۴۰۲): فاریاب کې ځایي سرچینې وایي چې د دغه ولایت په شېرین‌تګاب او اندخوی ولسوالیو کې یوه ځوان ځان‌وژنه کړې او یو بل وژل شوی دی.

د فاریاب د اطلاعات او کلتور رییس مولوي شمس‌الله محمدي وویل چې پرون سهار اووه بجې د اندخوی ولسوالۍ په نمدمال کلي کې د نورالله په نوم یوه ځوان ځان راځوړند کړی او مړ شوی دی.

دغه راز هغه زیاته کړه چې تېره ورځ د سورګل په نوم یو بل ځوان د شېرین‌تګاب ولسوالۍ په شلکتوی کلي کې د دوو وروڼو له خوا وژل شوی دی.

هغه د دغه قتل انګېزه د پسرلي پر څرځایونو لانجه یاده کړه، ویې ویل چې د پېښې عاملین د امنیتي ځواکونو تر څار لاندې دي.

Views: 11

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.