ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د تخار درقد اوسېدونکي: پر امو سیند د پله نشتوالي زموږ تګ راتګ ستونزمن کړی

د تخار درقد اوسېدونکي: پر امو سیند د پله نشتوالي زموږ تګ راتګ ستونزمن کړی

author avatar
20 Sep 2023 - 18:25
د تخار درقد اوسېدونکي: پر امو سیند د پله نشتوالي زموږ تګ راتګ ستونزمن کړی
author avatar
20 Sep 2023 - 18:25

تالقان (پژواک، ۲۹ وږی ۱۴۰۲): د تخار د درقد ولسوالۍ ځيني اوسېدونکي وایي چې له ډېرو کلونو راهیسې پر امو سیند د پله نشتوالي له امله په تګ راتګ کې له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

د هغوی په خبره، د ورځې له کوچنیو کښتۍ په استفادې تګ راتګ کوي، خو د شپې له خوا دغه کښتۍ نه وي او د خپلو ناروغانو په لېږدولو کې له ستونزو سره مخ وي.

د درقد ولسوالۍ یوه اوسېدونکي اسحاق پژواک ته وویل: «زموږ مواصلاتي لار په امو سیند د پله نشتوالي له امله ډېره ستوزمنه ده، خلک په ساعتونو منتظر وي، کله چې د شپې له خوا مرکز ته ناروغانو انتقال ممکن نه وي، ځيني یې مري.»

د هغه په خبره، د خلکو د لېږد یوازېنۍ وسیله کښتۍ دي او دا کښتۍ ډېری وخت د شپې له خوا او د اوبو را پورته کېدو پر مهال فعالیت نه کوي چې خلک له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

د سیمې یو بل اوسېدونکی محمدحسین هم اندېښمن دی، وایي: «یوازېنی انتخاب چې له کلونو راهیسې خلک له هغو استفاده کوي کوچنۍ کښتۍ دي، له دې لارې د ناروغانو لېږد هم ساعتونه نیسي که د یوه ناروغ ۵۰ سلنه ناروغي وي، څو چې له سینده تېریږي ناروغي یې ۸۰ سلنې ته رسیږي.»

هغه زیاتوي چې دا ولسوالۍ د تېرو ۲۰ کلونو جنګونو په اور کې سوځېده او جنګ د دې لامل شوی و چې د خلکو ستونزو ته هيڅ پاملرنه ونه شي.

هغه له اوسني حکومته غوښتنه وکړه چې پر امو سیند پُل جوړ کړي څو د خلکو ستونزو ته رسېدنه وشي.

د سیمې یو بل اوسېدونکی شریف‌الله وایي، څو ځله یې په تېر حکومت کې دا ستونزه له مسوولینو سره شریکه کړې، خو د جنګ له امله فرصت پیدا نه شو چې د دې ستونزې د حل لپاره اقدام وشي، خو اوس چې امنیت تامین دی، له اوسني حکومته غواړي څو د دې ستونزې د حل لپاره پر امو سیند پُل جوړ کړي چې زرګونه کورنۍ د پله نشتوالي له امله له ستونزو سره مخ دي.

په ورته وخت کې، د درقد ولسوالۍ مرستیال فدامحمد پژواک ته وویل چې پر امو سیند د پُل نشتون د دې ولسوالۍ د خلکو لویه ستونزه ده.

نوموړي زیاته کړه چې د یادې ولسوالۍ مسوولین او ځایي مشران څو ځلې د اوسني حکومت لوړ رتبه چارواکو ته ورغلي، د خلکو د ستونزو د هواري په موخه د یوه کیبلي پُل جوړول منظور، سروې او ډیزاین شوي، ټاکل شوې چې کار یې پیل شي.

دا په داسې حال کې ده چې د دې ولسوالۍ د مسوولینو په خبره، پر امو سیند د پله نشتوالي د ۸۰ زره کورنیو تګ راتګ د تخار مرکز او نورو ولایتونو ته ستونزمن کړی دی.

Views: 23

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.