کابل (پژواک، ۲۹ وږی ۱۴۰۲): اسلاماباد کې د افغانستان سفارت وایي، تېره ورځ یې افغان کډوالو ته د پاسپورت ورکولو لړۍ پیل کړې ده.
افغانستان کې د وړم کال زمري میاشتې له تحول وروسته په پاکستان کې د افغانستان سفارت نوي پاسپورټونه نه ورکول خو تمدیدول یې.
اسلاماباد کې د افغانستان سفارت وایي چې تېره ورځ یې د پاسپورت ورکولو پروسه بېرته د یوې غونډې په ترڅ کې رسماً پیل کړې ده.
د دغه سفارت د خبرپاڼې له مخې، اسلاماباد کې د افغانستان سرپرست سفیر سرداراحمد شکیب، ویلي چې د یادې پروسې پیل د افغان مهاجرینو لپاره ډېر ارزښتمن دی.
شکیب زیاته کړې چې له دې وروسته د پاسپورت غوښتونکي کولای شي په انلاین بڼه د پاسپورت اخیستو ټوکن ترلاسه او په ټاکل شوي وخت سفارت ته مراجعه وکړي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د انلاین ټوکن سیسټم لېنک به ډېر ژر د سفارت د ټویټر، فیسبوک او وبسایټ له لارې له غوښتونکو سره شریک شي.
Views: 194
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن