Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

اروپایي ټولنې له افغان مېرمنو او نجونو سره د ۱۴۰ میلیون یورو مرستې اعلان وکړ

[restrict paid="true"]

اټلانټا (پژواک، ۲۹ وږی ۱۴۰۲): اروپايي ټولنې له افغانستان او په ځانګړې توګه افغان مېرمنو او نجونو سره د ۱۴۰ میلیون یورو مرستو خبر ورکړی دی.

له افغانستان سره د اروپايي ټولنې بشري مرستې د ۲۰۲۲ کال په ډسمبر میاشت کې وروسته له هغې وځنډول شوې چې سرپرست حکومت د ملګرو ملتونو په ګډون په دولتي او غیردولتي ادارو کې د ښځو او نجونو پر کار بندیز وضع کړ.

خو اروپايي کمېسیون د وضعیت له شپږ میاشتنۍ ارزونې وروسته ویلي چې د دغو مرستو د ورکړې پرېکړه یې ځکه کړې چې د یاد کمېسیون په وینا، دا ډاډ او تضمین شته چې دا مرستې به افغان میرمنو او نجونو ته ورسېږي.

https://x.com/JuttaUrpilainen/status/1704247317946077446?s=20

د اروپايي ټولنې په خبرپاڼه کې دغه راز راغلي چې دا مرستې به په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ادارو، نړۍوال بانک او نړۍوالو غیردولتي موسسو له لارې پر اړمنو کسانو وویشل شي.

اروپايي ټولنې د تېرې فبرورۍ میاشت کې پریکړه وکړه چې له افغانستان سره خپلو مرستو ته به یوازې په هغو څانګو او برخو کې دوام ورکوي چې یوازې ښځې یې په ویش کې ښکیلې وي او یا له هغه څخه ګټه واخلي.

د ملګرو ملتونو د اټکل له مخې، په افغانستان کې څه باندې ۲۴.۴ میلیونه کسان بشري مرستو ته اړتیا لري.

په ورته وخت کې اروپايي ټولنې ویلي، تمه لري چې د دغه ټولنې مرستې څښاک پاکو اوبو ته د لاسرسي او له ګاونډیو هېوادونو افغانستان ته د افغان کډوالو د راستنېدو په ګډون د ځینو بنسټیزو اړتیاوو پوره کولو په موخه ګټورې ثابتې شي.

یادونه: په دغه خبر کې د امریکا غږ له راپوره استفاده شوې.

[/restrict]

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.