Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

حقاني: کوربه هېوادونه دې له افغان کډوالو سره د نړۍوالو قوانینو له مخې چلند وکړي

کابل (پژواک، ۳۰ وږی ۱۴۰۲): د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي، کوربه هېوادونه دې په جبري ډول د افغان کډوال له راستنولو ډډه وکړي او له هغوی سره دې د نړۍوالو قوانینو او تړونونو مطابق چلند وکړي.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې تېره ورځ د دغه وزارت او ملي او نړۍوالو همکارو بنسټونو ترمنځ د همغږۍ ناسته وشوه.

د خبرپاڼې له مخې، د دغه وزارت سرپرست خلیل‌الرحمن حقاني په دغه ناسته کې ویلي، افغان کډوال له ګڼو ستونزو سره لاس او ګريوان دي او لازمه ده چې له هغوی سره په هر اړخيزه او ښه توګه همکاري وشي.

هغه زیاته کړې: «زموږ موخه د هغوی (افغان کډوالو) د ستونزو هوارول دي او کوربه هېوادونه بايد له افغان کډوالو سره د نړۍوالو قوانينو له مخې چلند وکړي.»

حقاني ویلي چې د ژمي په رارسېدو سره به د راستنېدونکو کډوالو او بې‌ځايه شوو کسانو ستونزې زياتې شي؛ ځکه اړینه ده چې مرستندويه ادارې د ژمي له رارسېدو مخکې د خپلو همکاريو او ژمنيو مرستو د وېش پلانونو چمتو او عملي کړي.

حقاني له همکارو بنسټونو او موسسوغوښتي، هغه بيړنۍ او بشري مرستې چې په پلان کې لري له وزارت سره شريکې کړي، څو امکاناتو ته په کتو په راتلونکي کې ګامونه واخیستل شي.

د یاد وزارت مرستیال عبدالرحمن راشد هم د افغان کډوالو له کوربه هېوادونو غوښتي چې د کډوالو له جبري راستنولو ډډه وکړي او له افغان کډوالو سره د نړۍوالو قوانینو، مقرراتو او تړونونو سره سم چلند وکړي.

هغه له افغان کډوالو هم غوښتي چې په خپله خوښه هېواد ته راستانه شي او په هېواد کې مناسبو شرايطو ته په پام سره د هېواد په پرمختګ کې ونډه واخلي.

په دغه غونډه کې د ملګرو ملتونو د مرستو د همغږۍ دفتر په استازيتوب شمس خليلي ژمنه کړې چې د کډوالو وزارت سره به د قوانیو او مقرراتو له مخې خپلو همکاريو ته دوام ورکړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.