شبرغان (پژواک، ۳۱ وږی ۱۴۰۲): د پوهنې وزارت سرپرست په جوزجان کې ګټې اخیستنې ته د یوه ښوونځي ودانۍ سپارلو مراسمو کې وویل چې د ځوانانو تعلیم، د لوستو او مسلکي کسانو درلودل افغانستان د نورو له احتیاجه ژغوري.
جوزجان کې د يوه ښوونځي ودانۍ چې د دوه سوه زره امريکايي ډالرو په لګښت جوړه شوې وه، تېره ورځ د پوهنې د سرپرست وزير له لوري ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.
د هلکانو او نجونو د دغه ښوونځي ودانۍ د جوزجان د اقچې ولسوالۍ په اقچهنمای کلي کې جوړه شوې ده.
د جوزجان د پوهنې ریيس مولوي محمدطاهر جواد وويل، د الحاج عبدالله صافي عالي لېسې ودانۍ له پوهنې سره د یوه مینهوال له لوري د ۲۰۰ زره امريکايي ډالرو په لګښت پر دوهنیم جریب ځمکه په دوو پوړونو کې جوړه شوې ده چې په دوو وختونو کې د ۱۵۰۰ زدهکوونکو ځایولو ظرفیت لري.
د پوهنې وزارت سرپرست مولوي حبیبالله اغا د دغه ښوونځي ودانۍ د پرانيستې مراسمو کې وویل چې ځوانانو ته د عصري او دیني علومو زدهکړې او د لوستو او مسلکي کسانو درلودل افغانستان د نورو له احتیاجه خلاصوي.
هغه د پوهنې برخه کې د اړتیاوو پر پوره کولو د ټینګار ترڅنګ په نړۍ کې پرمختګونو ته په اشاره وویل: «هغوی د ټکنالوجۍ له لارې اسمان ته ورسېدل او موږ تر اوسه پر ځمکه ناست یو؛ له ځمکې له اسمان سره مقابله نه کېږي؛ په اوسني عصر کې ټیکنالوجي پرمختګ کړي، خو موږ شا ته پاتې یو، سم سړک نه لرو، برېښنا نه لرو او کنټرول یې هم د نورو په لاس دی.»
هغه د خلکو ترمنځ پر يووالي د ټينګار ترڅنګ وويل، که د افغان ځوانانو ملاتړ وشي او د زدهکړو ښه زمینه ورته برابره شي - کولاى شي د خپل هېواد په پرمختګ کې د پام وړ لاستهراوړنې ولري.
د پوهنې وزارت سرپرست وویل چې افغانان باید نورو ته له تمې پرته یو بل ته لاس ورکړي او د خپل هېواد بیارغولو لپاره کار وکړي.
د سیمې یو شمېر اوسېدونکو او قومي مشرانو هم د دغه ښوونځي د ودانۍ د جوړېدو هرکلی وکړ؛ له ملي سوداګرو او د اسلامي امارت له مسوولینو یې وغوښتل څو د پوهنې برخې ته پاملرنه ډېره کړي.
د سيمې يوه اوسېدونکي اللهداد وويل چې د زدهکړو یوه مرکز پرانيستل د زندان دروازو تړلو په معنا ده.
هغه زیاته کړه: «موږ نن ډېر خوشحاله یو چې زموږ اولادونو ته سرپناه جوړه شوې ده؛ له دې مخکې زموږ ماشومانو په ازاده فضا کې زدهکړې کولې او له سختو ستونزو سره مخ وو.
دا په داسې حال کې ده چې روانه اونۍ په جوزجان ولايت کې د يوه بل ښوونځي ودانۍ هم ګټې اخیستنې ته سپارل شوې وه او د يوه بل ښوونځي د ودانۍ جوړولو چارې پيل شوې وې.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP