لښکرګاه (پژواک، ۳۱ وږی ۱۴۰۲): د هلمند ځایي مسوولین وايي چې سر له سبا به په دغه ولایت کې د بهرنیو اسعارو پر راکړه ورکړه جدي بنديز ولګول شي.
د هملند د اطلاعاتو او فرهنګ رییس حافظ عبدالباري راشد پژواک خبري اژانس ته وویل چې سبا (د تلې لومړۍ نېټه) د لښکرګاه ښاروالۍ له خوا د بهرنیو اسعارو د چلښت مخنیوي په موخه کمپاین پیلېږي.
هغه زیاته کړه چې په دغه کمپاین کې له ښاروالۍ سره د مرکز لښکرګاه او ولسوالیو هټۍوال، کاروباریانو او عامو وګړي هم ګډون کوي.
راشد دغه راز وویل چې د لښکرګاه ښار ټول صرافان، موټرپلورنځي، زرګران، هټۍوال او عام وګړي مکلف دي چې سر له سبا (د مېزان لومړۍ نېټه) په راکړه ورکړه کي د بهرنیو اسعارو له کارونې ډډه وکړي .
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP