کابل (پژواک، ۳۱ وږی ۱۴۰۲): د پاکستان په کراچۍ کې د افغانستان کونسلګرۍ سرپرست، سند ایالت کې له مېشتو افغانانو غوښتي چې د پاکستان سیاسي ګوندونو غونډو کې دې ګډون نه کوي.
د پاکستان د سند ایالت مرکز کراچۍ کې د افغانستان کونسلګرۍ سرپرست عبدالجبار تخاري په یوه ویډیویي کلیپ کې ویلي: «په سند کې له ټولو مېشتو افغان کډوالو مو غوښتنه دا ده چې د پاکستان په سیاسي، په تېره د ځینو هغو تنظیمونو په سیاسي چارو کې دې لاسوهنه نه کوي چه دلته دي؛ ځکه هغوی خپلو کې مسایل او مخالفتونه لري.»
دی وایي، افغانان دې د کډوالو په څېر ژوند کوي او خپل کاروبار دې کوي.
هغه زیاتوي: «که افغان کډوال [هلته] په ځینو تنظیمونو کې شامل شي، یا همکاري ورسره وکړي او یا یې په غونډو کې ګډون وکړي او بیا د پاکستان حکومت ورته ستونزه جوړ کړي، موږ نه شو کولای ملاتړ یې وکړو او دفاع ترې وکړو.»
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP