کابل (پژواک، د تلې لومړۍ نېټه ۱۴۰۲): د افغانستان د سټنډرډ ملي اداره وایي، تېره یوه اونۍ کې چې له ایرانه ۷۵ ټانکره بېکیفیته تېل فراه ته راغلي و، بېرته هغه هېواد ته مسترد شوي دي.
سټنډرډ ملي ادارې (انسا) نن پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې تېره یوه اونۍ کې له ایرانه راغلي ۷۵ ټانکره بېکیفیته تېل د فراه ولایت د «۷۸ میل» له لارې بېرته دغه هېواد ته ورګرځول شوي دي.
سرچینه وایي دې وروستیو کې یادې ادارې د بېکیفیته تېلو د مخنیوي په موخه په جدیت سره عملي اقدامات ترسره کړي دي.
د یادونې ده، د روان کال د وږي میاشتې په ۶مه هم له ایرانه ۴۵ ټانکره بېکیفیته تېل چې فراه ولایت وارد شوي و، بېرته هغه ته ور وګرځول شول.
Views: 20
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن