ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هلمند کې له ۱۸ کلونو پر کم‌عمره ځوانانو د موټر چلولو بندیز ولګېد

هلمند کې له ۱۸ کلونو پر کم‌عمره ځوانانو د موټر چلولو بندیز ولګېد

author avatar
23 Sep 2023 - 21:35
هلمند کې له ۱۸ کلونو پر کم‌عمره ځوانانو د موټر چلولو بندیز ولګېد
author avatar
23 Sep 2023 - 21:35

لښکرګاه (پژواک، د تلې لومړۍ نېټه ۱۴۰۲): د هلمند ځایي چارواکي وایي چې په دغه ولایت کې یې د هغو وسایطو ضبطولو او درولو لړۍ پیل کړې چې د چلوونکي عمر یې له ۱۸ کلونو کم وي.

د دغه ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مرستیال مولوي محمدقاسم ریاض پژواک خبري اژانس ته وویل، په مرکز لښکرګاه ښار او ولسوالیو کې  د ترافیکو مدیریت عملاً لاس په کار شوی او هغه وسایط دروي چې د چلوونکو عمرونه یې له ۱۸ کلونو کم وي.

نوموړی زیاتوي، یاد کمپاین تېره ورځ د ناوې ولسوالۍ اړوند له عینک سیمه پیل شوی دی.

د ریاض په خبره، کمپاین کې هغه وسایط چې چلوونکي یې احتیاط نه کوي او یا یې ترافیکي اصول نه مراعاتول او عمرونه یې له ۱۸ کلونو کم وو د ترافیکو مدیریت کې ودرول شول څو بیا ورته عمل تکرار نه کړي.

ریاض زیاته کړه نن د یاد کمپاین په ترڅ کې د ناوې ولسوالۍ پر غځېدلي سړک ۲۱ هغه موټرسایکل درول شوي چي چلوونکو یې له ترافیکي قوانینو سرغړونه کوله.

نوموړی دغه راز دا هم وویل چې د یاد کمپاین له پیلېدو سره سم په ښار او ولسوالیو کې ترافیکي پېښو کې کموالی راغلی دی.

Views: 26

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.