موټر چلوونکي د کابل- ګردېز ټرانزیټي لارې د ویجاړو پلونو د بیا رغولو غوښتنه کوي
د کابل- ګردېز لویې لارې موټرچلوونکي وايي، د تېرو جګړو او ماین چاودنو له امله د دې لارې ګڼ پلونه ویجاړ شوي چې دوی یې له ستونزو سره مخ کړي او ډېر مهال د ترافیکي پېښو لامل کېږي.














