ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

موټر چلوونکي: په تورخم کې د ناقانونه پیسو اخيستلو کچه صفر شوې

موټر چلوونکي: په تورخم کې د ناقانونه پیسو اخيستلو کچه صفر شوې

author avatar
28 Sep 2021 - 15:02
موټر چلوونکي: په تورخم کې د ناقانونه پیسو اخيستلو کچه صفر شوې
author avatar
28 Sep 2021 - 15:02

جلال اباد (پژواک، ۶ تله ‍۱۴۰۰): د ننګرهار ولايت په تورخم بندر کې د بار وړونکو موټرو چلوونکي وايي چې د ناقانونه پيسو اخیستلو کچه صفر شوې، خو موټرو ته په وخت سره د تګ اجازه نه ورکول کيږي.

دوی وايي، پخوا ترې زرګونه افغانۍ په ناقانونه توګه اخیستل کېدې، خو اوس يواځې سل افغانۍ په قانوني توګه تحويلوي.

خو دوی وايي، پاکستاني چارواکي په ډېرې سختۍ سره اجازه ورکوي چې لارۍ پاکستان ته لاړې شي او غوښتنه يې دا ده چې طالبان بايد د خبرو له لارې دغه ستونزه حل کړي.

عبدالباري چې په لارۍ موټر کې يې د ډبرو سکاره بار کړي وايي، د مخکني حکومت له ړنګېدو وروسته په تورخم بندر کې د ناقانونه پيسو اخیستلو کچه صفر شوې.

هغه وايي: ((يوازې قانوني سل افغانۍ ورکوو خو پاکستاني چارواکي د ورځې ډېرو لږو لاريو ته د تګ راتګ اجازه ورکوي.))

هغه غوښتنه کوي چې د سوداګرۍ پر مخ بايد دغه خنډ ختم شي او اجازه ورکړل شي چې لارۍ موټر په اسانۍ سره تګ راتګ وکړي.

حجم خان هم د لارۍ موټر چلوونکی دی او تازه يې له پاکستان څخه د خوراکي توکو لارۍ ديخوا را اړولې ده.

هغه پژواک ته وويل چې يوه اوونۍ يې هغه غاړه په دې انتظار تېره کړه چې نوبت يې ورسېږي او دې غاړې ته را واوړي.

په تورخم کې د افغان کميسارۍ مسوولين وايي، له پاکستاني لوري سره يې د سوداګرۍ تر څنګ د خلکو د تګ راتګ لپاره د اسانتياوو برابرولو په اړه خبرې پيل کړې چې هغوی هم د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

د تورخم کميسار سيد غازي الله هاشمي پژواک ته وويل چې له لارۍ موټر چلوونکو څخه د ناقانونه پيسو او فساد مخه په کلکه نيول شوې.

دى وايي: ((خو ستونزه د پاکستاني لوري ده چې په ډېر کم شمېر لاريو ته د تګ راتګ اجازه ورکوي.))

هغه زياته کړه چې د بهرنيو چارو وزارت له لارې يې د دغې ستونزې د حل هڅې پيل کړې دي.

تورخم چې د افغانستان په ختيځ کې د سوداګرۍ مهمه دروازه ګڼل کېږي له څه مودې راهیسې له سوداګرۍ نيولې ان د خلکو او ناروغانو د تګ راتګ پر وړاندې ستونزې ډېرې شوې دي.

پژواک د ډنمارک او د ملګرو ملتونو پراختيايي پروګرام (UNDP . . .

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.