ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هرات ښاري موټر چلوونکي په خپلسر ډول پر سړکونو د جمپونو له جوړولو اندېښمن دي

د هرات ښاري موټر چلوونکي په خپلسر ډول پر سړکونو د جمپونو له جوړولو اندېښمن دي

author avatar
3 Jul 2022 - 14:38
د هرات ښاري موټر چلوونکي په خپلسر ډول پر سړکونو د جمپونو له جوړولو اندېښمن دي
author avatar
3 Jul 2022 - 14:38

هرات ښار (پژواک، ۱۲ چنګاښ ۱۴۰۱ ): په هرات ښار کې ځیني موټر چلوونکي د ښار پر سړکونو، کوڅو او نورو لارو په خپلسر ډول د جمپونو جوړولو په اړه اندېښنه ښيي او د لرې کولو غوښتنه یې کوي.

موټر چلوونکو پژواک سره خبرو کې وویل، په دې وروستیو کې خلکو د ښار په مختلفو ځایونو کې په خپلسري ډول غېر معیاري جمپونه جوړ کړي دي.

د عبدالحي په نامه یوه ټکسي چلوونکي پژواک ته وویل، غېر معیاري جمپونه د ډریورۍ پر مهال ډېرې ستونزې جوړوي.

نوموړي له مسوولینو د دغو خپلسرو جمپونو د لرې کولو غوښتنه وکړه.

همداراز، د هرات ښار یوه بل موټر چلوونکي عبدالقادر پژواک اژانس ته وویل، خلکو په دې وروستیو کې په خپلسري توګه جمپونه جوړ کړي دي.

نوموړی وایي: «داسې جمپونه یې جوړ کړي چې ډېر وخت نیسي او په غېر معیاري ډول جوړ شوي، موټر خرابوي او د دغو جمپونو له امله سلګونه نورې ستونزې هم رامنځته کېږي.»

په همدې حال کې، تخنیکي انجنیران هم د خپلسرو جمپونو له جوړونې اندېښنه څرګندوي.

انجینر قاسم قانع وایي: «له سمنټ، خښتو او تیږو په لوړه ارتفاع د خپلسرو جمپونو جوړول د سړک د تخریب لامل کېږي او کله کله موټرو ته هم زیان رسوي.»

هغه له اړوندو ادارو وغوښت چې د سړکونو د خرابېدو او ترافیکي پېښو د مخنیوي لپاره دې د خپلسرو جمپونو د جوړولو مخه ونیسي او معیاري جمپونه جوړ کړي.

حکومتي چارواکي د خپلسرو جمپونو جوړول غېر قانوني ګڼي.

د هرات ولایت د ترافیکو د تنظیم مدیر غلام نبي فرخي پژواک خبري اژانس سره خبرو کې وویل: «د ښار په ځینو برخو کې جوړ شوي جمپونه معیاري نه دي، خو په دې وروستیو کې چې د ښار ځینو ساحو کې یو شمېر جمپونه جوړ شوي، معیاري دي.»

بلخوا، د هرات ښاروالي وايي، د خپلسرو جمپونو د لرې کولو چارې یې پیل کړې دي.

د هرات ښاروالۍ د مطبوعاتو او عامه پوهاوي سلاکار خوشحال سیلاب پژواک سره خبرو کې وویل، دغه اداره تصمیم لري ټول هغه جمپونه چې په خپلسري توګه جوړ شوي لرې کړي او په اړینو ځایونو کې معیاري جمپونه جوړ کړي.

سیلاب ټینګار کوي چې اوسمهال د ولایت مخې ته، د عیدګاه پر سړک او پل رنګینه سړک باندې معیاري جمپونه جوړ شوي دي.

د ویلو ده چې پر هرات ولایت سربېره، په کابل او نورو ولایتونو کې هم په خپلسري توګه جمپونه جوړ شوي چې د مزاحمت او د سړک خرابېدو لامل ګرځي.

Visits: 109

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.