ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پکتيکا موټر چلوونکي: امنيتي پوستې را څخه ناقانونه پيسې اخلي

د پکتيکا موټر چلوونکي: امنيتي پوستې را څخه ناقانونه پيسې اخلي

author avatar
30 Nov 2020 - 11:39
د پکتيکا موټر چلوونکي: امنيتي پوستې را څخه ناقانونه پيسې اخلي
author avatar
30 Nov 2020 - 11:39

ښرنه (پژواک، ١٠ ليندۍ ٩٩): د پکتيکا د لويو موټرو چلوونکي ادعا کوي چې د لويو لارو امنيتي پوستې ترې ناقانونه پيسې اخلي او دوى يې له ستونزو سره مخ کړي دي.

د انګور اډې-ښرنې ترمنځ د لويې لارې يو تن موټر چلوونکي مشاير خان پژواک ته وويل چې له انګور اډې تر بندى سردې سيمې پورې اووه ځايه امنيتي پوستې دي.

ده زياته کړه: ((په هره پوسته کې پيسې غواړي، مقدار يې معلوم نه دى، چې څو يې درنه واخيستلې، که پيسې ورنه کړې وهي دې او موټر ته دې هم د تګ اجازه نه ورکوي.))

دغه راز يو بل موټر چلوونکي بري خان هم ورته څرګندونې وکړې او ويې ويل چې دغه ستونزه څو ځلې د بار وړونکو موټرو اتحاديې له لوري د پکتيکا ولايت له مقام او امنيې قوماندانۍ سره شريکه شوې خو تر اوسه نه ده حل شوې.

يو شمېر نورو موټر چلوونکو هم ورته څرګندونې وکړې او ويې ويل، که چېرې ياده ستونزه يې هواره نه شي، دوى به په مدني حرکتونو لاس پورې کړي.

پژواک داسې يوه ويډيو هم ترلاسه کړې چې له مخې يې د امنيتي پوستو منسوبين د لويو موټرو له چلوونکو څخه پيسې ترلاسه کوي.

دغه راز د پکتيکا ولايتي شورا غړي افسرخان سليمانخېل هم ياده ستونزه تاييد کړه او ويې ويل چې د بار وړونکو موټرو مسوولينو دغه ستونزه له ولايتي شورا سره هم شريکه کړې ده.

سليمانخېل زياتوي: ((کله ترې پيسې اخلي، کله ترې خوراکي توکي او يا نور شيان ښکته کوي، دغه خلک يې سخت په مشکل کې کړي دي، موږ دغه مسئله له والي سره شريکه کړې او د حل ژمنه يې کړې ده، خو تر اوسه داسې جدي اقدام يې نه دى کړى.))

د اړوندې موضوع په اړه د پکتيکا د امنيې قوماندانۍ وياند شاه محمد ارين پژواک ته وويل چې په ځينو سيمو کې امنيتي پوستو له موټر چلوونکو پيسې اخيستې چې په اړه يې اقدامات هم شوي دي.

ده وويل: ((د برمل ولسوالۍ امنيه قوماندان له موټر چلوونکو پيسې اخيستې، موټر چلوونکو ترې شکايت درلوده،نو هماغه و چې له دندې مو ګوښه کړ.))

ارين له موټر چلوونکو غوښتنه وکړه چې هغه پوستې امنيې قوماندانۍ ته په نښه کړي چې له دوى څخه ناقانونه پيسې ترلاسه کوي او يا هم دوى ته ستونزې جوړوي.

د يادونې ده چې تر دې وړاندې هم د پکتيکا اوسېدونکو د پوليسو له ناسم چلند څخه شکايتونه او بيا يې لاريونونه کړي وو.

Visits: 4

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.