ګردېز (پژواک، د تلې لومړۍ نېټه ۱۴۰۲): امنیتي مسوولین وايي چې د پکتیا په اریوبځاځي ولسوالۍ کې يې د بنګو څه باندې درې زره جریب کروندې له منځه وړې دي.
د کورنيو چارو وزارت له نشهيي توکو سره د مبارزې معینیت یوه استازي واحدهالله پژواک خبري اژانس ته وویل، په اریوبځاځي ولسوالۍ کې يې څلور ورځې مخکې د نشهيي توکو اړولو عملیات پيل کړي او نن پای ته ورسېدل.
هغه وايي، په یادو عملیاتو کې ۳۰۶۰ جریبه ځمکه د چرسو له بوټو پاکه شوې ده.
هغه وايي: «څلور ورځې مخکې موږ په اریوبځاځي ولسوالۍ کې د چرسو د له منځه وړو په موخه عمليات پيل کړل چې نن يې وروستۍ ورځ وه او په دې موده کې مو د چرسو۳۰۶۰ جريبه کروندې له منځه وړې دي.»
نوموړي زیاته کړه، د پکتیا د نورو ولسوالیو په ګډون به د هېواد په ټولو سوېلختیځو ولایتونو کې ورته عملیات ترسره کړي.
ورته مهال، هغه بزګر چې پر خپلو ځمکو يېنشه يي توکي کرلي، له حکومته د بديلو کښتونو غوښتنه کوي.
اصيلخان چې د پکتيا د اريوب ځاځي ولسوالۍ اوسېدونکی دی وايي، له تېرو ۲۵ کلونو راهيسي يې په سيمه کې چرس کرل کېږي او د خلکو د ژوند د اړتيا پوره کولو يوازېنۍ عايداتي سرچينه ده.
نوموړی له حکومته د چرسو کښت د له منځه وړو بدل کې د مرستوغوښتنه کوي او وايي، که چېرې له دوی سره مرسته ونه شي، اقتصادي وضعه به يې خراب شي.
خو د پکتیا امنیه قوماندان ډاډ ورکوي چې اسلامي امارت کروندګرو ته د اسانتیاوو برابرولو او د بدیل کښت په توګه د مرستو په برخه کې ژمن دی.
د پکتيا امنيه قوماندان مولوي محمدعمر مخلص وويل: «دا چې اسلامي امارت د هر ډول نشهيي توکو په له منځه وړو کې ژمن او جدي دی، همدا ډول د خلکو خدمت او هوساينې ته هم ژمن دی او کوم نشهيي توکي چې په پکتيا کې له منځه وړل کېږي، له کروندګرو سره به د بېلابېلو ادارو له لوري مرستې کېږي.»
د یادونې ده، د هېواد د نافذه قوانینو له مخې د نشهيي توکو کرکیله، پېر او پلور منع دي او سرغړوونکي مجرمین ګڼل کېږي.
Views: 17
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن