ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ریاست الوزراء حکم: ملکي او نظامي کارکوونکي دې پر سالنګ تګ راتګ نه کوي

د ریاست الوزراء حکم: ملکي او نظامي کارکوونکي دې پر سالنګ تګ راتګ نه کوي

author avatar
23 Sep 2023 - 01:00
د ریاست الوزراء حکم: ملکي او نظامي کارکوونکي دې پر سالنګ تګ راتګ نه کوي
author avatar
23 Sep 2023 - 01:00

[restrict paid=”true”]

اټلانټا (پژواک، ۳۱ وږی ۱۴۰۲): ریاست الوزراء ټولو ملکي او نظامی کارکوونکو ته حکم کړی چې د سالنګ تر بیاغونې او د ترمیم چارو بشپړیدو پورې دې پر دغه لاره تګ راتګ نه کوي.

د باختر اژانس د خبر له مخې، د ریاست الوزراء په حکم کې راغلي، ټولو ته معلومه ده، چې د ټولګټو وزارت له لوري د سالنګونو لویې لارې د اساسي ترمیم او بیارغونې کار له وړاندې پیل او جریان لري، چې دا مهال یاده لویه لار د هر ډول ترافیکي وسایطو ‏د تګ راتګ پرمخ بنده ده.

ددغه حکم پربنسټ؛ د ټولو دولتي ادارو کارکوونکو او نظامي منسوبینو ته خبر ورکول کېږي، چې د یادې لویې لارې د رغنیزو چارو تر بشپړېدو پورې دې په دغه مسیر له هر ډول تګ راتګ څخه په جدي توګه ډډه وکړي او د یادې لویې لارې جوړونکو کارګرو ته دې مزاحمت نه کوي، تر څو د دغې لویې او ملي پروژې کار له خنډ او ځنډ سره مخ نه شي.

[/restrict]

Views: 354

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.