[restrict paid="true"]
اټلانټا (پژواک، ۳۱ وږی ۱۴۰۲): ریاست الوزراء ټولو ملکي او نظامی کارکوونکو ته حکم کړی چې د سالنګ تر بیاغونې او د ترمیم چارو بشپړیدو پورې دې پر دغه لاره تګ راتګ نه کوي.
د باختر اژانس د خبر له مخې، د ریاست الوزراء په حکم کې راغلي، ټولو ته معلومه ده، چې د ټولګټو وزارت له لوري د سالنګونو لویې لارې د اساسي ترمیم او بیارغونې کار له وړاندې پیل او جریان لري، چې دا مهال یاده لویه لار د هر ډول ترافیکي وسایطو د تګ راتګ پرمخ بنده ده.
ددغه حکم پربنسټ؛ د ټولو دولتي ادارو کارکوونکو او نظامي منسوبینو ته خبر ورکول کېږي، چې د یادې لویې لارې د رغنیزو چارو تر بشپړېدو پورې دې په دغه مسیر له هر ډول تګ راتګ څخه په جدي توګه ډډه وکړي او د یادې لویې لارې جوړونکو کارګرو ته دې مزاحمت نه کوي، تر څو د دغې لویې او ملي پروژې کار له خنډ او ځنډ سره مخ نه شي.
[/restrict]
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP