کندهار (پژواک، د تلې لومړۍ نېټه ۱۴۰۲): د ټولګټو وزارت مسوولین وايي چې د کندهار ښار له ډنډ چوک څخه تر باغپُل پورې یې د ۱۵ میلیون افغانیو په لګښت د ۲۰ کیلومتره سړک د ترمیم چارې پیل کړې دي.
د دغه سړک د چارو پيل پر مهال په سویلي زون کې د ټولګټو وزارت د پروژو مسوول انجنیر شېرحسن خوشیوال وویل، دغه سړک د اسلامي امارت د مشرتابه په امر ترمیم کېږي چې ۱۵ میلیونه افغانۍ لګښت ورباندې راځي.
د هغه په وینا، د دغه سړک بودجه د ټولګټو چارو وزارت له خوا ورکول کېږي او په دوه میاشتو کې به یې چارې پای ته ورسېږي.
هغه زیاته کړه: «دا شل کیلومتره سړک دی چې د شېخ صاحب په امر يې پينهکاري کېږي او ۱۵ میلیون افغانۍ لګښت ورباندې راځي، د ترمیم یا پينهکاري شوي سړک د دوام موده یو یا دوه کاله وي خو موږ هڅه کوو چې دا سړک په ښه ډول ترمیم شي، څو ډېر وخت دوام ولري.»
هغه وویل، دا مهال په کندهار کې د سړکونو بېلابېلې نورې پروژې هم روانې دي او پلان لري چې نږدې راتلونکې کې ځینې نورې پروژې هم پیل کړي.
دغه راز د کندهار د کلیو پراختیا او بیارغونې رییس ملا عبدالجبار حکمت هم وویل، په کندهار له ټولګټو چارو وزارت سره په ګډه کار کوي، څو په دغه ولایت کې د سړکونو د پروژو ترڅنګ نورې ګټورې پروژې هم پلې کړي.
هغه زیاته کړه: «د لویو لارو د سړکونو او نورو پروژو لپاره پلانونه شته څو خلک په هوسا ډول تګ راتګ وکړي او ورسره به په سوداګریزه برخه کې هم اسانتیاوې رامنځته شي.»
د سیمې اوسېدونکي هم وایي، خوښ دي چې دغه سړک ترمیم کېږي ځکه د ګڼېګوڼې له امله له ستونزو سره مخ دي.
د کندهار د باغ پُل سیمې اوسېدونکی رحمتالله وایي، پر دغه سړک لوی او واړه موټر تېریږي چې د دوړو ترڅنګ به ځيني وخت ترافیکي پېښې هم رامنځته کېدې خو اوس به دا ستونزې حل شي.
هغه زیاته کړه: «دغه سړک ډېرې دوړې جوړې کړې وې او هر وخت به د ډېرو موټرو په خاطر بند و، نو اوس چې جوړیږي ډېر ښه کار دی، باید کار یې ژر خلاص شي.»
بلخوا د سیمې اوسېدونکي غوښتنه کوي چې په داسې پروژو کې باید د اړودو سیمو اوسېدونکو ته د کار لومړیتوب ورکړل شي.
د باغپُل سیمې یو بل اوسېدونکی صدیقالله وایي: «هر ځای چې یو کار کېږي باید د هغه ځای خلکو ته د کار زمینه برابره شي، زه دا درې کاله کېږي بېکاره یم، یو دوې ورځي روزانه پیدا شي بیا میاشت او دوې بېکاره یم.»
د ټولګټو چارو وزارت استازي وایي، دا مهال په هېواد کې د دغه وزارت اړوند ۳۶۲ بېلابېلې پروژې روانې دي چې ډېری یې د سړکونو بیارغونه ده او تمه ښيي چې تر دوو کلونو پورې به ډېری لويي لارې او نور سړکونه جوړ شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP