Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

سومالیا کې د موټربم چاودنې ۱۸ کسان وژلي او ۴۰ نور ټپیان دي

سومالیا کې د موټربم چاودنې ۱۸ کسان وژلي او ۴۰ نور ټپیان دي

author avatar
24 Sep 2023 - 14:50
سومالیا کې د موټربم چاودنې ۱۸ کسان وژلي او ۴۰ نور ټپیان دي
author avatar
24 Sep 2023 - 14:50

کابل (پژواک، ۲ وږی ۱۴۰۲): د سومالیا د پلازمېنې موګادیشو په «بلدوین» ښار کې له چاودېدونکو توکو ډک موټر چاودنې له امله لږ تر لږه ۱۸ کسان وژل شوي او ۴۰ نور ټپیان دي.

اسوشیټېډې پرېس راپور ورکړی چې دا چاودنه د سپټمبر په ۲۳مه د سه‌شنبې ورځ د یاد هېواد په یوه امنیتي چک‌پاینټ کې شوې ده.

سرچینې لیکلي، د هیرشابل ایالت د کورنیو چارو وزیر عبدالرحمن هیرګوره خبریالانو ته یاده مرګ‌ژوبله تایید کړې ده.

راپور کې د سرچینې له قوله لیکل شوي، د دې پېښې ۲۰ ټپیان د بلدوین روغتون کې بستر شوي، په داسې حال کې چې د ۲۰ نورو کسانو وضعیت خراب دی او موګادیشو ته یې د لېږدولو غوښتنه شوې ده.

راپور کې راغلي: «هیرشابل د بلدوین یو ایالت دی چې په دې وروستیو کې د افریقا ختیڅ کې په القاعده ډلې پورې اړوند د الشباب افراطي ډلې پر وړاندې د سومالیایي دولت د نظامي برید مرکز دی.»

سرچینې د بلدوین ښار د روغتون د عمومي رییس ډاکټر سلیمان عبدي علي له قوله ویلي، دغه روغتون ته د لسو کسانو مړي وروړل شوي دي.

سرچینه کاږي، دا ډول بریدونه تر ډېره د الشباب ډله کوي او د سومالیا ځینې برخې یې تر کنټرول لاندې دي، خو تر اوسه یې د یاد برید مسوولیت پر غاړه نه دی اخیستی.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.