Language

پنجشېر کې د داوطلبۍ له لارې د ۱۳۱ زره امریکایي ډالرو په ارزښت زمرد وپلورل شول

کابل (پژواک، ۲ تله ۱۴۰۲): ځایي سرچینې وایي، پنجشېر ولایت کې څه باندې ۱۰۲۴ قیراطه زمرد د داوطلبۍ له لارې په څه باندې ۱۳۱ زره امریکایي ډالرو وپلورل شول.

د پنجشېر د کانونو رییس عبدالقاسم امیري نن په دې اړه د داوطلبۍ په جوړه شوې ناسته کې وویل چې یاد زمرد د دغه ولایت په لومړۍ حصې ولسوالۍ کې له پنځو کانونو استخراج شوي او داوطلبي د سیمه‌ییزو چارواکو په شتون کې ترسره شوه.

هغه وویل چې په دې داوطلبۍ کې د پروان، کاپیسا، کابل، لوګر، پنجشېر او ځینو نورو ولایتونو سوداګرو برخه اخیستې وه.

د کانونو وزارت معلوماتو له مخې، د یادې داوطلبۍ له لارې ۱۰۲۴.۹۵ قیراطه زمرد په ۱۳۱۴۰۰ امریکایي ډالرو وپلورل شول.

login or register a new account.

Related Topics