کابل (پژواک، ۲ تله ۱۴۰۲): ځایي سرچینې وایي، پنجشېر ولایت کې څه باندې ۱۰۲۴ قیراطه زمرد د داوطلبۍ له لارې په څه باندې ۱۳۱ زره امریکایي ډالرو وپلورل شول.
د پنجشېر د کانونو رییس عبدالقاسم امیري نن په دې اړه د داوطلبۍ په جوړه شوې ناسته کې وویل چې یاد زمرد د دغه ولایت په لومړۍ حصې ولسوالۍ کې له پنځو کانونو استخراج شوي او داوطلبي د سیمهییزو چارواکو په شتون کې ترسره شوه.
هغه وویل چې په دې داوطلبۍ کې د پروان، کاپیسا، کابل، لوګر، پنجشېر او ځینو نورو ولایتونو سوداګرو برخه اخیستې وه.
د کانونو وزارت معلوماتو له مخې، د یادې داوطلبۍ له لارې ۱۰۲۴.۹۵ قیراطه زمرد په ۱۳۱۴۰۰ امریکایي ډالرو وپلورل شول.
دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي امارت په واکمنېدو سره د کانونو د استخراج کار په ټپه ولاړ و خو د یاد ولایت د کانونو ریاست د روان کال د زمري په لسمه د یوې غونډې په ترڅ کې رسماً د کانونو فعالیت پیل او د هغو استخراج یې بېرته داوطلبانو ته ورکړ.
د یادونې ده، پنجشېر کې د زمرد کانونو استخراج له شاوخوا دوو کلونو درېدو وروسته د روان کال د زمري په ۲۴مه بیا پیل شو او له هغه وروسته دا دویم ځل دی چې استخراج شوي زمرد د داوطلبۍ له لارې پلورل کېږي.
د مسوولینو معلوماتو له مخې، اوسمهال پنجشېر کې د زمرد ۷۰۰ کانونه شته چې له دې ډلې ۵۰۰ یې فعال او پاتې نور یې غیرفعال دي او ډېری دغه کانونه د یاد ولایت په حصه اول ولسوالۍ کې موقعیت لري.
د پنجشېر زمرد چې روښانه زرغون رنګ لري، له نړۍوال شهرت څخه برخمن دي او نړۍ کې یو له قیمتي او ارزښتناکو منرالونو شمېرل کېږي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










