ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سمنګان او بدخشان کې نږدې ۱۲۰ زره جریب غصب شوې ځمکه راګرځول شوې ده

سمنګان او بدخشان کې نږدې ۱۲۰ زره جریب غصب شوې ځمکه راګرځول شوې ده

ایبک، فیض‌اباد (پژواک، ۳ تله ۱۴۰۲): د ځمکو د غصب د مخنیوي او د غصب شوو ځمکو د استرداد کمېسیون وایي چې نږدې یوه کال په موده کې په سمنګان او بدخشان کې شاوخوا ۱۲۰ زره جریبه غصب شوې دولتي ځمکه راګرځول شوې ده.

د عدلیې سرپرست وزیر شیخ عبدالحکیم شرعي په مشرۍ د کرنې او ښار جوړونې وزیرانو، د سترې محکمې ځانګړی استازي او د حکومت د قضایاو رییس په غړیتوب یو پلاوی پرون مازیګر سمنګان مرکز ایبک ښار ته تللی دی.

مسوولین وایي چې سمنګان ته د یاد پلاوي د سفر موخه د ځمکو د غصب مخنیوي کمېټې د کار ارزونه او له غاصبینو او زورواکو د غصب شوو ځمکو بېرته راګرځول دي.

د غصب شوو ځمکو د بېرته راګرځولو کمېسیون منشي مولوي احسان‌الله وثیق وویل چې تېرو ۹ میاشتو کې په سمنګان کې ولایتي کمېټې نږدې ۹۹ زره جریبه غصب شوې دولتي ځمکه بېرته راګرځولې او د دولتي ځمکو بانک سیستم کې یې ثبت کړې ده.

نوموړي زیاته کړه چې دغه ولایت کې ۵۰ زره نوره غصب شوې ځمکه تثبیت شوې چې راتلوونکې کې به کرنې وزارت ته وسپارل شي.

هغه وایي چې یاد ولایت کې ۲۳ زره جریبه نوره ځمکه هم د غصب د مخنیوي کمېسیون د ولایتي کمېټې تر ارزونې لاندې ده چې له تثبیت وروسته به د دولتي ځمکو د بانک په سیستم کې ثبت شي.

مولوي شرعي زیاته کړه: «د سمنګان ولایت له مقام غواړم څو په دغه ولایت کې د غصب شوې دولتي ځمکې په پېژندنه او تثبیت کې له دغه کمېسیون سره همکاري وکړي.»

بلخوا، د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطالله عمري چې په دغه پلاوي کې شامل دی ویلی، په سمنګان چې کومه کمېټه د دولتي ځمکو د غصب د مخنیوي په موخه جوړه شوې، توانېدلې چې د غصب شوو ځمکو په بېرته راګرځولو کې ښه رول ولوبوي.

بلخوا، دغه پلاوي نن بدخشان ته هم سفر کړی دی.

دغه ولایت کې د عدلیې وزیر ویلی چې د غصب مخنیوي او بېرته راګرځول معمولي او اسانه کار نه دی او وخت نیسي او باید ټول نظام له غاصبینو سره جدي مبارزه وکړي له تخنیکي کمېټې سره دې همکاري وکړي، د ظالمانو مخه دې ونیسي او د مظلومانو ترڅنګ دې ودریږي.

هغه د حج او اوقافو له ریاست او د بدخشان د علماوو له شورا غوښتنه وکړه چې د ځمکې د غصب په اړه دې د اسلام له نظره خلکو ته پوهاوی وکړي او دغه راز امنیه قومانداني دې د کمېټې امنیت تامین او استخبارات دې د دولتي غصب شوو او شخصي ځمکو لېست یادې کمېټې ته ورکړي او دغه راز محاکم دې د فساد د مخنیوي په موخه د ځمکو قبالې وارزوي او تخنیکي کمېټې ته دې یې وسپاري.

دغه راز، د غصب شوو ځمکو د استرداد کمېسیون منشي مولوي احسان‌الله وثیق وویل، په بدخشان کې سختو لارو سره د غصب شوو ځمکو د استرداد تخنیکي کمېټه بیا هم ډېرې لاسته راوړنې لري، تېر یوه کال کې توانېدلې چې ۱۸ زره غصب شوې ځمکه معلومه کړي چې له دې ډلې ۸ زره جریبه یې استرداد او د ځمکې بانک ته ګرځول شوې ده.

Views: 25

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.