Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

۶۰ افغان کډوال د پاکستان کراچۍ ښار له زندانونو خوشي شول

کابل (پژواک، ۳ تله ۱۴۰۲): د پاکستان کراچۍ ښار کې د افغانستان قونسلګرۍ د دغه ښار له بېلابېلو زندانونو د ۱۰ ماشومانو په ګډون د ۶۰ افغان کډوالو د خوشي کېدو خبر ورکوي او وایي، د ۹۰۰ نورو افغان زندانیانو د خوشي کولو لپاره هڅې روانې دي.

یادې قونسلګرۍ نن پر خپله اېکس‌پاڼه په یوه ویډیو کلېپ کې د دې موضوع خبر ورکړی دی.

دغه ټويټ کې راغلي: «نن دوشنبه د تلې ۳مه د ۱۰ ماشومانو په ګډون ۶۰ افغان بندیان د کراچۍ له زندانونو خوشي او هېواد ته لېږدول شوي دي.»

د سرچینې د معلوماتو له مخې، دمګړۍ ۹۰۰ افغان کډوال د کراچۍ ښار په بېلابېلو زندانونو کې بندیان دي او د هغوی د راخوشي کولو لپاره هڅې روانې دي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.