منځپانګې ته تلل
شنبه ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۲۹ غ.م
۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
ورېځ · ↑۱۹° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

۶۰ افغان کډوال د پاکستان کراچۍ ښار له زندانونو خوشي شول

· ۱ دقیقه لوستل · ۲۴۹ کتنې

کابل (پژواک، ۳ تله ۱۴۰۲): د پاکستان کراچۍ ښار کې د افغانستان قونسلګرۍ د دغه ښار له بېلابېلو زندانونو د ۱۰ ماشومانو په ګډون د ۶۰ افغان کډوالو د خوشي کېدو خبر ورکوي او وایي، د ۹۰۰ نورو افغان زندانیانو د خوشي کولو لپاره هڅې روانې دي.

یادې قونسلګرۍ نن پر خپله اېکس‌پاڼه په یوه ویډیو کلېپ کې د دې موضوع خبر ورکړی دی.

دغه ټويټ کې راغلي: «نن دوشنبه د تلې ۳مه د ۱۰ ماشومانو په ګډون ۶۰ افغان بندیان د کراچۍ له زندانونو خوشي او هېواد ته لېږدول شوي دي.»

د سرچینې د معلوماتو له مخې، دمګړۍ ۹۰۰ افغان کډوال د کراچۍ ښار په بېلابېلو زندانونو کې بندیان دي او د هغوی د راخوشي کولو لپاره هڅې روانې دي.

د سرچینې په خبره، له دې مخکې هم په څو پړاونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۲۶۰۰ افغانان د دغه هېواد له بېلابېلو زندانونو ازاد او هېواد ته لېږدول شوي دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول کډوال