[restrict paid="true"]
کابل (پژواک، ۴ تله ۱۴۰۲): د ملګرو ملتونو د امنیت شورا نن د افغانستان په اړه ځانګړې غونډه کوي او د دغه سازمان سرمنشي به ورته خپل درې میاشتنی راپور هم وړاندې کړي.
په نیویارک کې د ملګرو ملتونو له مطبوعاتي دفتره د تلې په ۴مه په خپره شوې یوه خبرپاڼه کې راغلي، دا غونډه دوه برخې لري، لومړۍ برخه به یې ازاد بحث وي او په دویمه برخه کې به یې د بندو دروازو تر شا بحثونه کېږي.
سرچینې زیاته کړې، دې غونډې ته به د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونی ګوټریش خپل درې میاشتنی راپور وړاندې کوي او د دې ترڅنګ په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او د یوناما مشرې روزا اتونبایوا د افغانستان د وروستیو حالاتو په اړه ګډونوالو ته معلومات ورکړي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د ملګرو متلونو د ښځو د څانګې مشرې سیما سمیع بحوث او د ښځو د مدني ټولنې یوه استازې به هم د امنیت شورا غونډې ته د افغانستان د ښځو حقوقو په اړه معلومات شریکوي.
سرچینې ویلي چې د شورا غړو هېوادونو البانیا، برازیل، ایکواډور، فرانسې، ګابون، جاپان، مالټا، سویس، متحده عربي امارات، بریتانیا او امریکا به یوه لاسلیک شوې ګډه اعلامیه خپروي.
ټاکل شوې په دې غونډه کې به ډېر تمرکز او بحثونه په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر حقونو، زدهکړو او کار باندې وي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي څو ورځې مخکې په خپلو څرګندونو کې د نجونو او ښځو پر حقونو، کار او زدهکړو باندې ټینګار کړی و.
دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او د یوناما مشرې روزا اتونبایوا څو ورځې مخکې د سرپرست حکومت بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیرخان متقي سره د امنیت شورا د دې غونډې په اړه معلومات شریک کړي وو.
[/restrict]
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP