کابل (پژواک، ۵ تله ۱۴۰۲): کابل کې پر کاج ښوونیز مرکز له برید وروسته د یوه محصل رواني وضعیت خراب شوی، کورنۍ یې له حکومت او مرستندویانو غواړي چې د هغه په درملنه کې ورسره مرسته وکړي.
د ۱۴۰۱ لمریز کال د تلې په ۸مه د کابل ښار د دیارلسمې امنیتي حوزې اړوند په برچې سیمه کې پر کاج ښونیز مرکز هغه مهال برید وشو چې زیات شمېر هلکانو او نجونو د کانکور ازمایشي ازموینه ورکوله. بریدګر لومړی پر زدهکوونکو ډزې وکړې او بیا یې ځانته چاونه ورکړه.
امنیتي چارواکو هغه مهال ویلي وو چې په هغه برید کې ۲۵ کسان وژل شوي او ۳۱ نور ټپیان دي، خو د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) دفتر د هغه مهال د څرګندونو پر بنسټ، په دغه برید کې ۵۳ کسان وژل شوي او ۱۱۰ نور ټپیان وو.
هغه مهال هلکانو او نجونو د یاد ښوونیز مرکز په یوه ټولګي کې د کانکور ازمایشي ازموینه ورکوله او د خپل روښانه راتلونکي هیله یې درلوده.
د پژواک اژانس خبریاله د روان کال د وږي په ۲۵مه د دغه راپو چمتو کولو لپاره د کابل علیاباد روغتون ته تللې وه چې هلته له ۲۰ کلن علیسینا، هغه ځوان سره مخ شو چې پر کاج ښوونیز مرکز له برید وروسته یې ژوند بدل شوی دی.
د کابل ښار د دشتبرچي د سرخاباد اوسېدونکی عليسینا دولتزاده، هغه ځوان چې د سیداسماعیل لېسې له دوولسم ټولګي له فارغېدو وروسته یې خپلو هېلو ته د رسېدو په موخه په کاج ښوونیز مرکز کې د کانکور چمتوالي یوه ټولګي کې ځان شامل کړی و او ډېره هڅه یې کوله څو د کانکور ازموینه کې بریالی شي.
د عليسینا پلار، حسینعلي پر یاد ښوونیز مرکز د برید کیسه داسې کوي: «کله چې خبر شوم چې په کورس کې چاودنه شوې، ډېر ورخطا وم، ولاړم او پسې ګرځېدم کله مې چې پیدا کړ په ټولګي کې د مړو او ټپیان منځ کې یې ځان تر یوه مېز لاندې پټ کړی و او ژړل یې.»
د هغه په خبره، زوی یې په هغه پېښه کې سطحي ټپي شوی و خو په ژړا سره یې ویل: «ملګري مې شهیدان شول، مرمۍ پرې ولګېدې، استادان مې له منځه لاړل.»
د عليسینا پر بدن د چاودنې پر مهال د لګېدلو چرو ټپونه اوس رغېدلې خو د خپلو وژل شوو ټولګیوالو پر وینو ککړو جسدونو د لیدو امله اوس هم له ناوړه رواني وضعیته کړیږي او دغه وضعیت ورځ تر بلې مخ پر خرابېدو دی.
حسینعلي وايي چې په لومړیو ورځو کې د کانکور تر ازموینې به د عليسینا وضعیت کله لږ ښه او کله به خراب و؛ تر دې چې د کانکور ازموینه یې ورکړه او د خپلې خوښې رشتې (د مرازشریف پوهنتون د انجنیرۍ پوهنځي کانونو څانګه) ته بریالی شو خو له درېیو ورځو ډېر ونه توانېد چې پوهنتون ته لاړ شي.
هغه زیاته کړه: «زوی مې ډېر لایق و، له اووم نه تر دوولسم پورې د سیداسماعیل بلخي دویم نمره فارغ شو، د قرانکریم حافظ و، په مسلم، موعود او کاج کورسونو کې یې درس ویل.»
د عليسینا کورنۍ چې د هغه په ساتنه کې پاتې راغلې، اوس یې علياباد روغتون ته راوړی څو د کابل په مرستون کې یې د بستر زمینه برابره شي.
عليسینا په علياباد روغتون کې یوه او بل لوري ته منډې وهلې، د ودانۍ مخکې ته ولاړ موټر یې په سوکانو او لغتو وهل، له ځان سره یې د ریاضي سوالونه تمرینول او کله به یې د بيبيسي او ازادۍ راډیو په شان رسنیو د وېبپاڼو ادرسونه له ځان سره تکرارول.
د عليسینا پلار چې سواد نهلري او دمګړۍ د کلچو پخولو یوه هټۍ کې کار کوي او د خپلې ۹ کسیزې کورنۍ یوازینۍ سرپرست دی، وايي چې بېوزلي او د زوی ناروغي یې د دې لامل شوې څو په کور کې د هغه د ساتلو توان له لاسه ورکړي او له همدې امله یې وغوښتل چې هغه د علياباد روغتون د ډاکترانو لارښوونې په پام کې نیولو سره د کابل په مرستون کې – هغه ځای چې سخت عقلي او عصبي ناروغیو (لېونیان) په کې ساتل کېږي- شامل کړي.
هغه زیاته کړه: «علياباد روغتون ته مې یووړ، دوی یو خط راکړ چې مرستون ته یې یووسم، کله چې مرستون ته لاړم، راته ویې ویل چې دی په مرستون کې نه شو ساتلای، باید له خپلې کورنۍ سره وي، باید په ټولنه کې ناسته پاسته ولري، که په مرستون کې یې وساتو، بدتره کېږي.»
حسینعلي له خپلې مېرمنې، د عليسینا په ګډون د څلورو لوڼو او درېیو زامنو سره د خپل ورور د کور په یوه کوچنۍ کوټه کې شپې او ورځې تېروي.
د هغه په خبره، عليسینا چې مشر زوی یې دی، په ډېر ناز سره یې لوی کړی، هغه په ماشومتوب کې یو ضدي کس و، تل به یې ځان له نورو سره مقایسه کاوه او له خپلو نیمګړتیاوو ځورېده.
حسینعلي زیاته کړه: «زوی مې په لومړیو کې هم ستونزه درلوده خو ډېر نازولی و، موږ به ویل چې ناز کوي خو پر کاج کورس له برید وروسته مې د زوی روحي وضعیت خراب شو، بیخي لېونی شو، چېغې یې وهلې او ژړل یې، ټولو سره لاس او ګرېوان کېدو او ان وهل یې کوي.»
هغه د دې پوښتنې په ځواب کې چې ولې غواړي عليسینا مرستون ته وسپاري؟ وویل: «له هماغه پېښې وروسته په ښه وضعیت کې نه و، خو یو څه وخت کېږي دا حالت خراب شوی، څو ځله یې راباندې حمله وکړه او خوله راباندې لګوي، نه موږ ترې ارامه یو او نه هم ګاونډیان، په لارې تېرېدونکي خلک په ډبرو ولي، ښیښې او دروازې ماتوي، له شپې تر سهاره ویښ یم چې پر چا برید ونه کړي.»
هغه زیاته کړه، یوازې ځانته نه بلکې نورو ته هم زیان رسوي، خپلې جامې څیري، پر خپل ځان خوله لګوي او لاسونه پر دېوال وهلي.
نوموړی وايي: «د خپل زوی له امله پر مرګ راضي یو؛ ځکه هر څومره چې ورته زارۍ کوو او ورته ژاړو چې مهکومه هم ته پتنګ یې او هم موږ، خو نه پوهېږي یوازې یوه دقیقه چپ وي بیا شروع کوي.»
د حسینعلي په وینا، د رواني روغتیا د روغتون ډاکترانو ویلي چې زوی یې درملنې او اوږدمهاله مراقبت ته اړتیا لري، خو هغه د خپل زوی د درملنې وس نه لري؛ ځکه د کلچو پخولو په هټۍ کې له کار کولو لږ عاید لري.
نوموړی له سرپرست حکومت او مرستندیانو غواړي چې د ده د زوی درملنه کې ورسره مرسته وکړي.
د عليسینا مور شکریه هم د خپل زوی له ناروغۍ ځوریږي او له حکومت او مرستندویانو غواړي څو د زوی درملنې برخه کې یې ورسره مرسته وکړي.
هغې وویل: «یوازې خاوند مې کار کوي، بېچاره یې څه ډول پوره کړي، کومې پیسې چې ګټي، هغه وخورو که علي ډاکتر ته پرې بوزو، ټوله هیله مو دا وه چې لوی شي او د پلار لاسنیوی وکړي.»
د رواني روغتیا ډاکتران وايي چې روانې ستونزې د درملنې وړ دي او که جدي ونه ګڼل شي، د ناروغ وضعیت سختیږي او ان د دې لامل کېږي څو درملنه یې ناشونې شي.
د هغوی په خبره، عليسینا باید خامخا د ارواپوهنې ډاکتر ته یوړل شي او دوامداره درملنه یې وشي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP