Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

تورخم کې پاکستان ته د لسګونه ټوکه نکاح‌خطونو د قاچاق مخه ونيول شوه

جلال‌اباد (پژواک، ۵ تله ۱۴۰۲): د ننګرهار ولايت چارواکي وايي، په تورخم ښارګوټي کې د ګمرک ادارې له لوري د ۱۸۶ ټوکه نکاح‌خطونو د قاچاق مخه نيول شوې ده.

مسوولين وايي، د يادو نکاح‌خطونو د قاچاق په تړاو يې يو کس نيولی چې اوس تر عدلي تعقيب لاندې دی.

د ننګرهار د مومندرې ولسوالۍ اړوند تورخم ښارګوټي کې د اطلاعاتو او کلتور لوی مدير عرفات مهاجر د تلې په ۵مه پژواک خبري اژانس ته وويل، د تورخم ګمرک د محصولي تشریع برخې کارمندانو له لوري د جر وهلو (توکو د چيک) په وخت کې ۱۸۶ ټوکه نکاح‌خطونه نیول شوي دي.

دی وايي، پاکستان ته د دغو نکاح‌خطونو د قاچاق په تړاو يو کس نیول شوی دی.

د مهاجر د معلوماتو له مخې، نيول شوی کس د ننګرهار ګمرک ته لېږل شوی او اوسمهال تر عدلي تعقيب لاندې دی.

په دې وروستيو کې چې بهرنيو هېوادونو ته د افغانانو تګ ډېر شوی، د نورو قانوني اسنادو ترڅنګ د نکاح‌خط درلودل هم يو اړين شرط دی نو ځکه ځیني کسان یې به غیرقانوني ډول د جوړولو هڅې کوي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.