ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بغلان کې تر اوسه څه باندې ۶۷۰ زره جریب غصب شوې دولتي ځمکه تثبیت شوې ده

بغلان کې تر اوسه څه باندې ۶۷۰ زره جریب غصب شوې دولتي ځمکه تثبیت شوې ده

author avatar
27 Sep 2023 - 14:39
بغلان کې تر اوسه څه باندې ۶۷۰ زره جریب غصب شوې دولتي ځمکه تثبیت شوې ده
author avatar
27 Sep 2023 - 14:39

پلخمري (پژواک، ۵  تله ۱۴۰۲): د حکومت قضائیه چارو مسوولین وايي، په بغلان ولایت کې تر اوسه ۶۷۳ زره جریب غصب شوې دولتي ځمکه تثبیت شوې چې نږدې  ۱۹ زره جریبه یې بېرته راګرځول شوې ده.

دغه څرګندونې د تلې په ۵مه له مرکز کابل څخه بغلان ته د غصب شوو ځمکو د بېرته راګرځولو کمېسیون لوړپوړو غړو او ورسره پلاوي د دغه ولایت د دولتي ادارو له مسوولینو سره په ناسته کې وکړې.

د حکومت د قضائیه چارو عمومي رییس احسان‌الله وثیق وویل، د امارتي ځمکو د بېرته راګرځولو کمېټې د کار له پیل راهیسې په ټول هېواد کې سلګونه زره جریبه غصب شوې امارتي ځمکې تثبیت شوې او له ډلې یې تر اوسه په ټول هېواد کې شاوخوا ۷۰۰ زره جریبه ځمکه بېرته راګرځول شوې ده.

هغه وویل، د یادې لړۍ له مخې په بغلان کې تر اوسه ۶۷۳ زره جریبه ځمکه غصب پېژندل شوې چې ډېره یې دولتي ده او څه کم  ۱۹ زره جریبه یې بېرته راګرځول شوې ده.

دغه راز د عدلیې وزیر عبدالحکیم شرعي وویل، د غصب شوو ځمکو بېرته راګرځول یوه پېچلې موضوع ده او ډېر کار ته اړتیا لري.

دی وايي، د اسلامي امارت مشر ورته سپارښتنه کړې چې د امارتي ځمکو په څېړنه کې دې له پوره احتیاطه کار واخلي.

دا په داسې حال کې ده چې له تېرې  یوې اونۍ راهیسې د دغه ولایت په مرکز پلخمري کې د خپلسرو ودانیو ړنګولو لړۍ هم پیل شوې ده.

Views: 39

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.