ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په درېیو ولایتونو کې له څه باندې درې زره کورنیو سره مرستې وشوې

په درېیو ولایتونو کې له څه باندې درې زره کورنیو سره مرستې وشوې

پل‌علم، ښرنه، ترینکوټ (پژواک، ۵ تله ۱۴۰۲): پکتیکا ولایت کې د افغاني سره میاشتې له لورې له ۷۰۰ بې‌وزلو کورنیو سره نغدي او په لوګر او اروزګان ولایتونو کې له څه باندې ۲۳۰۰ کورنیو سره د خوراکي توکو مرستې وشوې.

د پکتیکا ولایت د سرې میاشتې د سوېل لوېدیځ زون عملیاتي امر مولوي رحمت‌الله رحماني پژواک خبري اژانس ته وویل چې نن یې د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې پر ۷۰۰ بې‌وزلو کورنیو نغدي مرستې وېشلې دي.

هغه د معلوماتو له مخې، په دغو مرستو کې هرې کورنۍ ته ۸۵۰۰ افغانۍ ورکړل شوې دي.

د لوګر د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست مطبوعاتي مسوول صبغت‌الله نایب‌خېل هم وایي چې د دغه ولایت په خروار او ازرې ولسوالیو کې پر ۱۲۰۰ بې‌وزلو کورنیو خوراکي توکي وېشل شوي دي.

هغه وویل چې په دغو مرستو کې هرې کورنۍ ته۵۰ کیلوګرامه اوړه، شپږ کیلوګرامه دال، لس لېټر غوړي، ۳۰ پاکټه د ماشومانو ځانګړي او دوه پاکټه د ماشومانو سریلاک ورکړل شامل دي.

هغه وایي چې دغه مرستې یې د خوړولو نړۍوال پروګرام په مالي ملاتړ وېشلې دي.

د اروزګان ولایت د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست اداري مدیر ننګیالی حبیبي هم وویل چې نن د خوړولو نړۍوال پروګرام په مالي ملاتړ د دغه ولایت په چنارتو ولسوالۍ کې له ۱۱ سوه او ۱۱۹ کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته شوې ده.

د هغه د معلوماتو له مخې، په دغو مرستو کې هرې کورنۍ ته ۵۰ کیلوګرامه اوړه، پنځه لېټره غوړي، اووه کیلوګرامه دال او شپږ کیلوګرامه د خوارځواکو ماشومانو لپاره تقویتي خواړه ورکړل شوي دي.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.