Pajhwok Afghan News

د روان کال له پیله راهیسې ۴۵۶ بهرني سیلانیانو د بلخ له بېلابېلو سیمو لېدنه کړې

مزارشریف (پژواک، ۵ تله ۱۴۰۲): د بلخ ځایي مسوولین وایي چې د روان کال له پیله راهیسې دغه ولایت ته ۴۵۶ بهرني سیلانیان راغلي چې د تېر کال په نسبت څو برابره ډېروالی ښيي.

نن د بلخ د اطلاعات او فرهنګ ریاست له لوري د ګرځندوی نړۍواله ورځ ونمانځل شوه.

د دې غونډې په پیل کې د بلخ د اطلاعات او فرهنګ ریاست د ګرځندوی امر عبدالواحد احدي وویل چې د روان کال له پیله تر دې دمه دغه ولایت ته ۴۵۶ بهرني سیلانیان راغلي دي.

هغه وویل چې تېر کال دغه ولایت ته ۱۲۱ بهرني سیلانیان راغلي وو، چې سږ کال یې شمېر کې څو برابره ډېروالی راغلی دی.

هغه د بهرنيو سیلانیانو د راتګ د ډېرېدو لامل ښه امنیت او په دغه ولایت کې د تاریخي او فرهنګي ابداتو شتون بولي.

د بلخ د اطلاعات او فرهنګ ریاست د اطلاعاتو امر عطامحمد ساهو په یاده غونډه کې له رسنیو وغوښتل چې د بهرنیو سیلانیانو راجلبولو په موخه د هېواد له تاریخي، فرهنګي او ښکلو سیمو راپورونه چمتو او خپاره کړي.

د هغه د معلوماتو له مخې، د سرپرست حکومت له واکمنیدو وروسته بلخ ته د بهرنیو سیلانیانو له راتګ څخه یې نږدې ۵۰ زره امریکایي ډالره حکومت ته عاید راټول کړي او شاوخوا ۵۰۰ زره ډالره د بلخ اوسېدونکو ګټه ترلاسه کړې ده.

بلخوا د سیاحتي شرکتونو مسوولین هم د ګرځندوی صنعت د هېواد اقتصادي ودې لپاره مهم ګڼي.

بلخ کې د یوه سیاحتي شرکت مسوول شعیب ایوبي وایي چې د نړۍ ګڼ شمېر هېوادونه د بهرنیو سیلانیانو د جلبولو له لارې ښه عواید ترلاسه کوي او د خپل هېواد اقتصادي پرې پیاوړی کوي.

Views: 22

Exit mobile version